Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

برښنا شرکت: د اکسيجن فابریکو او روغتونونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره شوې

0
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کرونا ویروس درېیمې او شديدې څپې ته په پام‌یې د اکسيجن توليدي فابریکو او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې روغتونونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړې ده.


د دغه شرکت وياند سنګر نیازي نن ازادي راډيو ته وويل چې دوی د استوګنو سیمو د برېښنا یوه برخه هم داکسیجن توليدي فابریکو ته ځانګړې کړې ده. 


مخکې تر دې د افغانستان عامې روغتيا وزارت او خلکو په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېيمې او شدیدې څپې ته په پام د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښه ښودلې وه.  


د افغانستان د بشر حقونو او د رسنيو د څار مؤسسې ويلي و چې د ګڼو ستونزو له دې ډلې د برېښنا د نشتوالي له امله د اکسیحن له ۳۰ توليدي فابریکو ۱۵يې تړل شوې دي. 


د کرونا درېیمې څپې له امله ورځ تر بلې په افغانستان کې په کرونا د اخته خلکو او د مړو شمېر زیاتېږي. دمګړی ۸۸،۷۴۰ کسان مبتلا او ۳،۴۴۹ تنه مړه دي.  


برښنا شرکت داسې وخت د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو او د اکسیجن تولیدي فابریکو ته د ۲۴ ساعته برېښنا رسولو ژمنه کړې چې کابل او ځیني نور ښارونه په سالنګ کې  د برېښنا د پایو د نړېدو په سبب له بې‌برقۍ سره مخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса