Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

روسیې د برلین د فلمونو د فیسټیوال ګټونکي فلم د خپرولو ممانعت وکړ

0
روسیې د برلین د فلمونو د فیسټیوال ګټونکي فلم د خپرولو ممانعت وکړ او د دې کار دلیل‌یې په دغه هېواد کې پر بربنډو فلمونو د لګېدلو محدودیتونو ماتول ګڼلي دي.


سږ کال د برلین د فلمونو د فیسټیوال د غوره فلم جایزه (Bad Luck Banging Or Loony Porn) فلم ګټلې ده.


رومانیايي فلم جوړوونکي رادو جود دا فلم جوړ کړی.


د دې طنز ګوټي فلم کیسه په دې څرخي چې د ښوونځي د یوې ښوونکې له‌خوا د کوروالي په تړاو د شخصي لارښوونو یوه وېډیو انټرنټ ته وځي. که څه هم د ښوونکې عزت له خطر سره مخ دی او د ښوونځي د شاګردانو کورنۍ پرې انتقادونه کوي، خو له دې ټولو فشارونو سربېره نه‌غواړي چې له معلمۍ لاس واخلي.


د برلین د فلمونو فیسټیوال دې فلم ته د طلايي اېږ/خرس اوارډ ورکړی او تلپاتی هنري اثر یې بللی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса