Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د «جي-اووه» مشرانو د پرمختیايي هېوادونو لپاره یو تأسیساتي پلان وړاندې کړ

0
د نړۍ د اوو لویو صنعتونو مشرانو د پرمختیايي هېوادونو لپاره یو تأسیساتي پلان وړاندې کړی چې د چین د نفوذ پر وړاندې یو موټی شي.


د امریکا ولسمشر جو بایډن د جون په ۱۲مه نېټه وویل چې چین په دې هېواد کې د اقلیتونو له حقونو سرغړونه کوي او د نړۍ له ډیموکراسیو یې وغوښتل چې د چین سیالۍ ته دې یو موټی شي. 


د نړۍ د اوو اقتصادونو مشرانو په «جي-اووه» غونډه کې د جون میاشتې په ۱۲مه نېټه په لندن کې په حضوري توګه خبرې وکړې.


دوی ژمنه وکړه چې له پرمختیايي هېوادونو سره به د کرونا ویروس پر ضد واکسین شریک کړي او د دې وبا د بد اغېز د مخنیوي په خاطر به له دغو هېوادونو سره په اقتصادي وده کې مرسته وکړي.


د بایډن د ادارې دوو لوړپوړو چارواکو پرون وویل چې کاناډا، بریتانيا او فرانسې د چین د ننګونو په اړه د بایډن د دریځ ملاتړ کړی دی.




د بایډن ادارې خبریالانو ته په خبرو کې ویلي چې جرمني، ايټالیا او اروپايي ټولنه د چین پر وړاندې د سخت دريځ نیولو په اړه زړه نا زړه دي.


امریکايي ادارې ویلي چې بایډن غواړي د «جي-اووه» مشران په چین کې د اویغور مسلمانانو او نورو اقلیتونو له حقونو د سرغړونې په اړه خپل دریځ په متحده توګه څرګند کړي.


د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې دوی باور لري د یکشنبې په ورځ د جون په ۱۳مه د غونډې په پای کې په یوه ګډه اعلامیه کې له چین څخه وغوښتل شي چې په دې هېواد کې دې د مزدورانو او نورو خلکو له حقونو سرغړونې ته د پای ټکی کېښودل شي.  


د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون بایډن ته وویل چې پر ګڼو موضوعاتو دا ډول هماهنګي ته اړتیا ده.


د امریکا ولسمشر د «جي-اووه» غونډې په څنډه کې د فرانسې، جرمني، ايټاليا، استرالیا او جاپان له مشرانو سره یو په یوه غونډې کړې.  


بایډن یوه ورځ مخکې تر «جي-اووه» غونډې، د بریتانیا او کاناډا له مشرانو سره ولیدل.




د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل له چین سره مخالفت ډېر یاد نه‌کړ او همداراز يې د نورډ سټریم پر پايپ‌لاین ډېرې خبرې ونه‌کړې چې له روسیې څخه به جرمني ته طبیعي ګاز انتقال کړي.


منتقدین وايي، دا پایپ‌لاین به پر روسیه د جرمني اتکا ډېره کړي او پر برلین به د روسیې نفوذ ته لاره پرانیزي.  


وروسته له هغه چې جرمني د ۱۱ میلیارده ډالرو د پايپ‌لاین د پروژې برخه شو، د ناټو هېوادونو امریکا او جرمني ترمنځ پر دې موضوع مخالفت رامنځته شوی دی.  


«جي-اووه» متحدانو تر کرونا وبا وروسته د نړۍ د اقتصاد بیا پر پښو درولو په اړه هم خبرې وکړې. د پلان له مخې به دا هېوادونه له پرمختیايي هېوادونو سره مرسته وکړي چې اقتصاد یې بېرته پر پښو ودرېږي.


دا پلان د چین د «یو کمربند، یوه لاره» پروژې په سیالۍ کې رامنځته شوی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса