پکتیا والي: د خلکو د خوندیتوب لپاره له مېرزاکې ولسوالۍ شاتګ شوی
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د شنبې (د غبرګولي ۲۹مه) په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وویل چې د دې ولایت د مېرزاکې ولسوالۍ، له ودانۍ څخه یې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره شاتګ کړی دی.
د دغې ولسوالۍ د نیولو لپاره وسله والو طالبانو له تېرو درېیو اوونیو راهیسې خپلو جګړو ته زور ورکړی و چې دواړو لورو ته د مرګ ژوبله له اوښتو سره مل وه.
د پکتیا مېرزاکې ولسوالۍ د دې ولایت د مرکز ګردېز ښار ختیځ لور ته پرته ده چې د پکتیا د ختیځو شپږو ولسوالیو لاره هم له دې ولسوالۍ تیریږي.
د ختیځو شپږو ولسوالیو اوسیدونکي وایي، د وسله والو طالبانو لاس ته د دې لویې لارې لوېدو؛ یو ځل بیا دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د مرکز ګردېز په ګډون یې له نورو ولایتونو سره اړیکې پرې شوي دي.
د پکتیا والي وایي، د ټولو هغو لارو او سیمو د خلاصون لپاره د عملیاتو د ترسره کولو پلان لري چې دا مهال د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوي او یا هم محاصره دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې تېره شپه یې یاده ولسوالۍ نیولې او په ولسوالۍ کې موجود یو شمېر وسایط او وسله د دوی لاس ته ورغلې ده.