Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

خوست کې د ښي لاس موټرو مالکین د ترافیکو مدیریت کې له کم تشکیله سرټکوي

0
خوست کې د ښي لاس موټرو مالکین د ترافیکو مدیریت کې له کم تشکیله سرټکوي

په خوست کې د ښي لاس موټرو مالکین وایي، د ترافیکو په مدیریت کې د کار کوونکو د کم تشکیل له امله د یادو موټرو د ثبت پروسه ډېره پڅه روانه ده او له مرکزي حکومته غوښتنه کوي چې د ثبت لپاره ورکړل شوې موده نوره هم تمدید کړي.

۲۲ کلن جنت میر د خوست له یوې لېرې سیمې د دې ولایت مرکز ته د خپل ښي لاس لرونکي سراچه ډوله موټر د ثبت لپاره راغلی وایي، د ثبت پروسه ډېره اوږده ده او په ورځو-ورځو یې د یوې امضا لپاره اسناد ځنډیږي.

دی وايي: "له پنځه سوو ډېر موټر ولاړ وي، خالي دوه کسان د تخنیکي معاینې لپاره راځي هغه څوک هاخوا کش کوي، څوک یې بلې خوا ته، درې ورځې کېږي نوبت نه راته رسېږي."

د دې ولایت یو بل اوسیدونکی فرید الله د وېډز په نوم د یوه کوچني موټر مالک دی وایي، د خپل موټر د ثبت اسناد یې تکمیل کړي، خو دغه کار نږدې میاشت وخت ونیوه، ځکه په وینا یې خلک ډېر او د ترافیکو په مدیریت کې د کارکوونکو د شمېر ترڅنګ د مرکزي حکومت له لوري ورکړل شوی وخت کم دی.

فریدالله زیاته کړه: "یو د الکترونیکي تذکرې مشکل دی، بل د وخت کموالی دی باید وخت ډېر شي ځکه بیخي بې شماره موټر دي او درېیم د کارمندانو کمښت دی، پنځه-شپږ سوه خلک بهر ورته ولاړ وي."

د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په خوست کې هم وروسته له هغې د ښي لاس موټرو د ثبت پروسه پیل شوه چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ټول افغانستان کې د ښي لاس موټرو د ثبت امر وکړ او د دې پروسې لپاره یې ۹۰ ورځې وخت وټاکه.

د خوست د ترافیکو مدیریت مسولین وایي، د ښي لاس موټرو د ثبت له پیل راهیسې د جون تر شپږمې نېټې پورې د یو زرو پنځه سوه موټرو ټول اسناد په بشپړ ډول طۍ مراحل کړي چې له ډلې یې د زرو په شمېر کې موټرو ته سټېکر هم چاپ شوي او د نږدې اته زره موټرو د ثبت پروسه بشپړېدو ته نږدې شوې ده.

د خوست د ترافیکو مدیر سمونمل معراج الدین مموزي ازادي راډیو ته وویل، د یادو موټرو د ثبت لپاره د ورکړل شوي وخت د تمدید صلاحیت له مرکزي ادارې سره دی.

مموزي زیاته کړه: "یو لوی مشکل الکترونکي تذکرې دي چې د موټرو مالکینو نه دي اخیستي او دا مشکل مو مرکز ته لېږلی، خو دوی ټینګار کوي چې همدا تذکره باید ثبت شي، بل که مرکزي حکومت له خوا وخت موږ ته لږ نور هم راکړل شي چې پاتې نور موټرو اسناد هم طۍ مراحل کړو."

ټاکل شوې، د خوست په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښي لاس د موټرو د ثبت پروسه د جوزا میاشتې تر وروستۍ نېټې پای ته ورسېږي، خو په خوست کې د ترافیکو مدیریت مسولین وایي، د دوی اټکل ښيي چې په دې ولایت کې له پنځوس زره زیات د ښي لاس موټر موجود دي چې د ثبت لپاره یې ورکړل شوی وخت، خورا محدود دی.

د خوست د ترافیکو مدیریت مسوولین هم د دې ولایت د خلکو هغه غوښتنه غبرګوي چې په وینا یې د ثبت موده دې تمدید او د پروسې د ثبت په جریان کې دې اسانتیاوې رامنځته شي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Саснович вышла в основную сетку турнира WTA-1000 в Риме






Президент Кубы Бермудес назвал честью находиться на одной трибуне с Путиным

«Европейский рейх» вчера и сегодня: Гитлер — как кризисный управляющий ЗАО «Европа»

Парад Победы в Москве впервые прошёл под снегопадом

Акция «Гордимся героями» прошла в Балашихе