Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

مسیر: دفاع او کورنیو چارو وزارتونه غیرمسلکي کسانو ته وسپارل شول

0
مسیر: دفاع او کورنیو چارو وزارتونه غیرمسلکي کسانو ته وسپارل شول

مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، د جمهور رییس د حکم پر بنسټ بسم الله محمدي د  ملي دفاع وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه، عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه او ولي محمد احمدزی د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.

تردې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره هم نوي مرستیالان ټاکل شوي وو.

خو د ورځپاڼې له قوله، دا بدلونونه په داسې حال کې راځي چې په دې وروستیو کې هره ورځ ولسوالۍ سقوطېږي او یوازې پرون د طالبانو له خوا د اتو ولسوالیو د سقوط خبرونه ورکړل شوي وو، خو چارواکو د دې ټولو ولسوالیو سقوط نه و منلی او ورته یې د تاکتیکي شاتګ نوم ورکړی.

ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه داسې کسانو ته وسپارل شول چې نه مسلکي زده کړې لري او نه هم په دې سخت وخت کې د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ وړتیا لري.

د لېکوال په باور،  پر دې اساس امنیتي ځواکونه لا هم د کمزورو او نامسلکي کسانو له خوا اداره کېږي چې نه به د ولسوالیو د روان سقوط مخه ونیولای شي او نه به هم د امنیتي ځواکونو لپاره کوم بل داسې مهم کار وکړي چې دا ځواکونه پیاوړي شي او د خلکو هیلې پوره کړي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم د نویو وزیرانو په ګمارل کېدو لېکنه کړې.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو نویو سرپرست وزیرانو په ټاکل کېدو سره باید د جګړې په لېکو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راشي.

د ورځپاڼې له انده، دا مهال د ولسوالیو سقوط ډېر په ډراماټیک ډول پرمخ ځي چې د خلکو ترمنځ یې ګڼې اندېښنې راپورته ته کړي دي.

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم له تازه ګمارل شوېو سرپرستانو څخه د معجزې تمه نه کېږي، خو لږ تر لږه تمه دا ده چې دوې د جګړې په رهبرې کې ګټور ثابت شي.

هشت صبح وړاندې ټینګار کړی چې افغانستان دا مهال له یو ناوړه وضعیت سره مخ دی او نوي سرپرست وزیران باید دا حالت درک کړي او ښې لوري ته د رهبرۍ لپاره یې هڅه وکړي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې له ترهګرۍ سره د پاکستان ملاتړ او د القاعده ګواښ په تړاو لېکنه خپره کړې ده.

سرمقاله کې وړاندې راغلي چې  پاکستان د طالب، القاعده او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ ته لا پسې زور ورکړی او غواړي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د دې ډلو پر مټ په افغانستان کې خپل ستراتيژيک هدف يا عمق ته ورسېږي.

د ورځپاڼې په باور، له همدې امله د بهرنيو ځواکونو د وتلو په حال کې طالبانو له افغان سرتېرو سره د جګړې ډګر د پخوا پرتله ډېر پراخ کړی دی، څو ولسوالۍ سقوط شوې، پر سړکونو طالبانو پوستې جوړې کړي او ولايتي مرکزونه ‌يې له ګواښ سره مخ کړي دي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې امريکا بايد خپله تېروتنه سمه کړي او له طالبانو تمه و نه لري چې ګنې له القاعده او ترهګرۍ به جلا شي، بلکې دا ټولې د پاکستان ډلې دي او پاکستان له افغانستان د دښمنۍ لپاره دا ټولې ډلې کاروي چې د امريکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې خپلې موخې ته ورسېږي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Саснович вышла в основную сетку турнира WTA-1000 в Риме






Самолёт экстренно сел в Кирове из-за сломанного шасси

Жители Воскресенска отпраздновали День Победы в усадьбе Кривякино

СМИ: Самолет Котлас — Москва совершил экстренную посадку в кировском аэропорту

Ключевая ставка останется высокой, но может начать снижаться до 6-7% к 2027 году