Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

اروپایي ټولنې د بلاروس پر ځینو چارواکو او ادارو نوي بندیزونه تصویب کړل

0
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د الکساندر لوکاشینکا د کورنۍ د غړو په ګډون د بلاروس پر یو شمېر چارواکو او ادارو نوي بندیزونه تصویب کړل.


په دغو بندیزونو چې نن به د اروپایي ټولنې په رسمي ژورنال کې خپاره شي، د پارلمان د غړو، څارنوالانو، قاضیانو او نورو چارواکو په ګډون ۷۱ افراد او ادارې په نښه شوې دي.


اروپایي ټولنې دغه افراد او ادارې پر مدني ټولنې او ډیموکراتیک اپوزېسیون د فشارونو د راوستو په ګډون له بشري حقونو څخه په سرغړونو او د قانون د واکمنۍ پر کمزوري کولو تورن کړي دي.


په دغو افرادو کې د لوکاشینکا زوی او یوه نګور هم شامل دي. 


د دغو نویو بندیزونو له مخې به د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو په بانکونو د په نښه شویو افرادو او ادارو شتمنۍ کنګل کېږي او پر سفر به‌یې بندیز لګول کېږي. 


د بلاروس پر خلاف دغه اقدامات د مېنسک له‌خوا د راین ایر هوایي شرکت د یوې الوتکې د جبري کېنولو او د اپوزېسیون د یوه فعال رامان پراتاسیویچ د نیولو په عکس‌العمل کې کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса