Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د هرات چارواکي: پر چشت او ګلران ولسوالیو د طالبانو حملې په شا وتمبول شوې

0
د هرات چارواکي د دې ولایت پر چشت او ګلران ولسوالیو د طالبانو د حملو د په شا تمبولو خبر ورکوي. 


د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازادي راډیوته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو پر ګلران ولسوالۍ د طالبانو د تېرې شپې برید په شا وتمباوه چې په نتیجه کې یې د نوموړي په وینا پنځه وسله‌وال مړه او پنځه نور ټپیان شول.


نوموړی په چشت ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو په برید کې هم د پنځو وسله‌والو د وژلو او درې نورو د ټپي کېدو خبره کوي.


ښاغلي فرهاد وویل، په دواړو ولسوالیو کې په نښتو کې افغان ځواکونو ته تلفات نه‌دي رسېدلي، خو یوازې یو پولیس په چشت ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوی دی. 


وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ويلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса