Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

عبدالله عبدالله د جو بایډن له‌خوا واشنګټن ته د بلنې هرکلی وکړ

0
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د امریکا د ولسمشر جو بایډن له‌خوا واشنګټن ته د بلنې هرکلی کړی دی.


عبدالله د دې شورا په ټویټرپاڼه کې ویلي چې دی د امریکا او افغانستان د اړیکو او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د رامنځته کېدو په اړه رغنیزو غونډو او بحثونو ته سترګې په لاره دی. 


افغان ولسمشر اشرف غني تر اوسه د بایډن د دغې بلنې په اړه څرګندونې نه‌دي کړي. 


سپېنې ماڼۍ پرون په یوه بیان کې وویل چې راروانه جمعه به ولسمشر جو بایډن د خپل افغان سیال اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله کوربه وي. 


د سپينې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي چې له واشنګټن څخه د افغان لوړپوړو چارواکو کتنه به د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د دوامداره مشارکت څرګندونه وکړي. 


په بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده څو یقیني کړي چې دا هېواد هېڅکله بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل نه‌شي چې ترې امریکا وګواښل شي. 


سپینې ماڼۍ له افغانستان سره د خپلو ډیپلوماتیکو، اقتصادي او بشري همکاریو ډاډ ورکړی او هم‌‌یې ټینګار کړی چې افغانان باید د جګړې د ختمولو په هدف با مفهومه خبرې وکړي. 


په بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې متحده ایالات به د سولې د روانې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.


ولسمشر بایډن افغان ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله داسې مهال سپینې ماڼۍ ته وربولي چې د پرېکړې له مخې یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر ګړندی پر مخ ځي.


بایډن ویلي چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې به دغه بهیر بشپړ شي، خو یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي چې ښایي دغه بهیر تر ټاکلي وخت مخکې یعنې د راتلونکې جولای میاشتې تر نیمایي بشپړ شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса