Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

جو بایډن راروانه جمعه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله کوربه دی

0
سپېنې ماڼۍ ویلي راروانه جمعه به ولسمشر جو بایډن د خپل افغان سیال محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله کوربه وي.


د سپينې ماڼۍ په بیان کې راغلي چې واشنګټن ته د افغان لوړپوړو چارواکو سفر به د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د دوامداره مشارکت څرګندونه وکړي.


په اعلامیه کې راغلي چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده څو یقیني کړي چې دا هېواد هېڅکله بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل نه‌شي چې ترې امریکا وګواښل شي.


سپینې ماڼۍ له افغانستان سره د خپلو ډیپلوماتیکو، اقتصادي او بشري همکاریو ډاډ ورکړی او هم‌یې ټینګار کړی چې افغانان باید د جګړې د ختمولو په هدف با مفهومه خبرې وکړي.


امریکا ویلي د سولې د روانې پروسې بشپړ ملاتړ ته به دوام ورکړي.


افغان ولسمشر او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس داسې وخت امریکا ته ځي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پيل سره هم‌مهاله په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او په دې نږدې درېیو میاشتو کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ د نږدې ۳۰ ولسوالیو د لاس په لاس کېدو راپورونه ورکړل شوي.


سیمه‌ییزو چارواکو ویلي په تخار، فاریاب، جوزجان، سمنګان، فراه او پکتیا کې لږترلږه شپږ نورې ولسوالۍ یوازې په تېر یوه اوونۍ کې د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса