Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

کابل کې د جګړې او تاوتريخوالي له کبله د ماشومانو د زيانمنېدو ملي بحث وشو

0
په کابل کې د جګړې او تاوتريخوالي له کبله د ماشومانو د زيانمنېدو یو ملي بحث ترسره شو.


د سولې په چارو کې د دولت وزارت چې د دغه بحث کوربه و وايي هدف دا دی چې په ماشومانو باندې د جګړې او تاوتريخوالي د تأثیراتو په اړه د نړیوالو پام جلب او په حل لارو تمرکز وشي.


د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري دې ملي بحث ته په وینا کې وویل چې "طالبان باید په ډاګه کړي چې دوی د ماشومانو ژوند، حقونو او راتلونکي ساتنې ته ژمن دي او د جګړې او تاوتريخوالي له ناوړه پايلو څخه د ماشومانو ساتنې لپاره د اسلامي او ملي اخلاقو پيروي کوي".


په افغانستان کې روانې جګړې د ښکېلو خواو سربېره له افغان ملکیانو هم درنه قرباني اخلي.


د یوناما د یوه راپور په اساس د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې نږدې ۴۵۰ افغان ماشومانو ته مرګ‌ژوبله رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۳ فیصده زیاتوالی ښيي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса