Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

ویانا د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره د شپږم دور خبرو کوربه و

0
د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران، روسیې، چین، فرانسې، بریتانیا، جرمني او اروپايي ټولنې استازو د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره د شپږم ځل لپاره مستقیمې خبرې وکړې.


د امریکا استازی د ایران د مخالفت په خاطر مستقیماً په خبرو کې حضور نه‌لري، خو په غیر مستقیم ډول‌یې استازیتوب کېږي.


مرکچیانو ویلي چې په یو لړ مسایلو توافق شوی او اوس د دوی د هېوادونو په مشرانو پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي.


دې خبرو کې د اروپايي ټولنې استازې انریکا مورا ویلي په یو لړ تخنیکي مسئلو موافقه شوې او اوس چې کله مرکچیان بېرته راستنیږي په دې پوه دي چې څنګه هوکړه بشپړه کړي.


د ایران د اټمي تړون د بیا راژوندي کولو په سر دا خبرې په ایران کې د ولسمشر په توګه د سخت‌دریځه ابراهیم رئیسي د ټاکل کېدو سره هم‌مهاله شوي.


د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل بیا ویلي د رئیسي ټاکنه به په دې خبرو باندې کومه اغېز ونه‌کړي.


هغه یکشنبه ویلي د رئیسي ټاکنه د هوکړې مخه نه‌نیسي، خو فُرصت په ختمېدو دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса