Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ مشر او پخوانی سناتور عثمان خان کاکړ ومړ

0
 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مخکښ او د پاکستان د سنا پخوانی غړی محمد عثمان خان کاکړ چې د جون پر ۱۷مه نېټه په خپل کور کې ژوبل شوی وو، د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ومړ.


تر اوسه معلومه نه ده چې کاکړ څنګه ژوبل شوی و، خو د هغه په درملنه بوخت یوه ډاکتر د جون پر ۱۸مه ازادي راډیو ته ویلي و چې نوموړی په کور کې لوېدلی او بې‌هوښه شوی و.


د نوموړي ورور سلیمان کاکړ او د هغه ډاکتر صمد پانیزي د جون پر ۲۱مه د اغا خان روغتون مخې ته ازادي راډیو ته د هغه مړینه تأیید کړه. کاکړ وویل، کورنۍ یې غواړي چې تر مړینې وروسته‌یې طبي معاینه (د عدلي طب معاینه) وکړي، نو ځکه‌یې له اغا خان روغتون د کراچۍ جناح روغتون ته لېږدوي.


په کراچۍ کې د اغا خان روغتون له‌خوا د عثمان خان کاکړ د مرګ خبر خپرېدو سره‌یې د ګوند غړي او د ده ګڼ مینه‌وال د روغتون ودانۍ بهر ورغونډ شوي.


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مرکزي غړي یوسف خان کاکړ هم پر فېس‌بوک په ژوندۍ بڼه د عثمان خان کاکړ د مړینې اعلان وکړ.


عثمان کاکړ له تېرو درې ورځو راهيسې د کراچۍ په يو شخصي روغتون اغا خان کې بستر و.




نوموړی یې د جون پر ۱۹مه ماښام مهال د ښې درملنې لپاره په يوه خصوصي الوتکه (ایر امبولانس) کې له کوټې څخه کراچۍ ته یووړ. په اغا خان روغتون کې د ډاکترانو یوې لویې ډلې د کاکړ درملنه کوله.


کاکړ د جون پر ۱۷مه تر ژوبلېدو وروسته سمدستي د کوټې لوی دولتي روغتون ته لېږدول شوی و او تر هغې وروسته‌یې د کوټې ښار یوه شخصي روغتون ته د درملنې لپاره یووړ. هلته د نوموړي د سر عملیات وشول، خو د جون پر ۱۹مه ورځ د لا نورې درملنې لپاره د سند حکومت په مرسته د کراچۍ اغا خان روغتون ته ورسول شو.


د عثمان خان کاکړ بل ورور ډاکتر امان‌الله خان وړاندې ټولنیزو رسنیو ته ویلي ول چې ورور یې د سر کېڼې خوا ته ضربه لیدلې وه او ټپ‌یې هم "ډېر ژور" وو. په کوټه کې ډاکتر نقیب‌الله اڅکزي د عثمان کاکړ د پرهر څه کم پنځه ساعته جراحي کړې وه.


بلوچستان کې د عثمان کاکړ په غم کې د څلورو ورځو لپاره ویر اعلان شوی.


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ محمد عثمان کاکړ پر ژوبلېدو، د پښتنو ډېری ملتپالو ګوندونو او د پاکستان او افغانستان په ګډون په نوره نړۍ کې ګڼو سیاسي فعالانو او ولسي وګړو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو سخت خپګان وښود.


د نوموړي د درملنې لپاره د بلوچستان په پښتني سیمو په ډېری جوماتونو کې، کلیو بانډو کې دعاګانې وشوې.




عثمان کاکړ په ۱۹۶۱ز کال کې د کلاسیف‌الله ضلعې په مسلم باغ کې زېږېدلی و. نوموړي په ۱۹۸۷ز کال د کوټې له پوهنتون څخه د لېسانس بری لیک واخیست.


هغه په کال ۱۹۷۷ز کې د پښتونخوا زده کوونکو سازمان (پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن) لومړی مشر و او وروسته بیا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او په بلوچستان کې د ګوند مشرۍ څوکۍ ته ورسېد.


دی د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د یوه "سازمان ساز" په نوم پېژندل کېده.


عثمان کاکړ د ۲۰۱۵ز کال په مارچ کې د پاکستان سنا غړی وټاکل شو او سږ کال یعنې ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې یې د سناتورۍ موده پای ته ورسېده.


عثمان کاکړ د خپلې سناتورۍ په شپږ کلنه موده کې د یوه مؤثر غږ لرونکي سیاستوال په نوم پېژندل کېده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса