Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د فاریاب چارواکي: طالبانو اندخوی او خان چهارباغ ولسوالۍ نیولي

0

د فاریاب ولایت چارواکي او سرچینې وايي، وسله والو طالبانو اندخوی او خان چهارباغ ولسوالۍ نیولي دي. 

د اندخوی ولسوال، سلطان محمد سنجر، نن شنبه (د چنګاښ ۵مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ولسوالي تېره شپه تر جګړې وروسته د وسله والو لاس ته ورغله. 

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټویټ کې د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده. 

بل خوا په خان چهارباغ ولسوالۍ کې یوې دولتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو دغه ولسوالي هم نیولې او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ ته یې اور اچولی دی. 

په بل خبر کې، د پروان امنیه قوماندان تایید کړه چې سیاه ګرد او شینواري ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.  

مل پاسوال عبدالرووف اروزګاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه ولسوالۍ د لوژستیکي امکاناتو د نشتوالي په سبب د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شوه. ده ویلي په سیاه ګرد کې د وسلوالې نښتې پر مهال ۱۸ وسله وال ټپیان شوي. 

طالبانو هم په پروان کې د دغو دوو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Александрова не смогла обыграть Саснович и покинула турнир WTA-1000 в Риме






Победители акции «Диктант Победы-2023» награждены в Москве: среди них — ученик Нахимовского училища из Мурманска

Звукорежиссера оштрафуют за накладку во время трансляции парада в Москве

Амурчанка вместе с российским актером передала частичку Вечного огня в Египте

Лукашенко о ядерных учениях: для того, чтобы применить такое оружие, надо тренироваться