Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

چارواکي: میدان وردګ کې ۵۶ افغان پولیس د طالبانو په لاس اسیر شوي

0
چارواکي: میدان وردګ کې ۵۶ افغان پولیس د طالبانو په لاس اسیر شوي

د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، ۵۶ افغان پولیس د چک او سیداباد ولسوالیو د سقوط پر مهال د طالبانو په لاس اسیر شوي دي. 

دا خبره د میدان وردګ امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار ازادي راډیو ته وکړه.

هغه زیاته کړه په مخامخ نښتو کې درې افغان سرتېري او اته طالبان وژل شوي هم دي.

ښاغلی مایار زیاتوي: "په خواشینۍ سره د دښمن د پراخو بریدونو وروسته، له ډېر مقاومت سره سره دواړې ولسوالۍ هم چک ولسوالۍ او سیداباد ولسوالۍ، د دښمن لاسونو ته ورغلي. شاوخوا ۳۰ پولیس په سیداباد او ۲۶ نور هم په چک کې د طالبانو په لاس اسیر شوي، د جګړې د فشار په سبب."

د افغانستان کورنیو چارو او دفاع وزارتونو لا تر دې دمه د طالبانو په لاس د لسګونه افغان سرتېرو د بندیانېدو په اړه څه غبرګون نه‌دی ښودلی. 

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا په خپل ټویټر ادعا کړې چې د میدان وردګ د سیداباد ولسوالۍ د نیول کېدو پر مهال ۱۹۰ تنه عسکر ژوندي نیول شوي، ۶ تنه‌یې وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. 

دا وروستۍ څو ورځې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د لسګونه ولسوالیو د لاس په لاس کېدو راپورونه ورکول کېږي. 

د افغانستان دفاع وزارت وایي د سقوط شویو سیمو د بیا نیولو لپاره په چټکۍ عملیات روان دي چې په‌کې ګڼ وسله‌وال مخالفین وژل کېږي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Рафаэль Надаль

Рафаэль Надаль первым в истории тенниса выиграл 200 матчей на грунтовых «Мастерсах»






«Ореховские» против «Коптевских». Бандиты 90-ых до сих пор сводят счеты

Ушла из кино, торговала нижним бельем. Что стало с советской Мерилин Монро?

«Решилась на лекарства»: у Бородиной начались проблемы после частых перелетов

Капсула с тульской землей будет храниться в «Орленке»