خوست کې پر چاودېدونکو توکو بار یو موټر ونیول شو
د خوست چارواکي د دې ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې پر چاودېدونکو توکو بار د یوه ډک موټر د نیولو خبر ورکوي.
د خوست امنیه قوماندان سمونوال سیفالله سرحدي نن ازادي راډیو ته وویل: "دغه یو عراده موټر چې تاسو وینئ، تقریباً ۳ یا ۴ ټنه منفجره قوي مواد دي چې په څنګ کې يې دا لینونه، همدارنګه ۸۵ دانې پهکې ۵ کیلويي بمونه دي، دا دښمن له طرفه تابیا شوی وو، غوښتليې زموږ د خوست شریف ولسونه په وینو کې ولمبوي، خوشبختانه د خوست د کشفي او امنیتي ځواکونو د ولسونو په همکارۍ بېګا شپه د نادرشاه کوټ په ساحه کې د خوست-ګردیز په لین کې لاسته راغی."
د خوست امنیه قوماندان وویل، دا چې بریدګر کوم ځای په نښه کړی وو، وروسته به څېړنو کې معلومه شي، خو دوی ته معلومېږي چې خوست ښار کې يې د برید پلان درلود.