Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د ماشومانو لپاره خوږ غږ؛ په افغانستان کې د یخچالي ایسکریمونو پېر او پلور

0
د ماشومانو لپاره خوږ غږ؛ په افغانستان کې د یخچالي ایسکریمونو پېر او پلور

د اوړي په راتګ سره د افغانستان د لویو ښارونو په اکثرو کوڅو کې یوه نغمه اورېدل کېږي. دغه نغمه د یخچالي ایسکریمونو ګرځنده پلورنځي لګولي چې خلک د ایسکریمو پېرلو ته رابولي.

د دې ایسکریمونو تر ټولو کم بیه‌یې، پنځه افغانۍ دی چې مېوه‌یې ایسکریم‌یې بولي او ماشومان‌یې ډېر خوښوي.

نجیب‌الله او شفیق‌الله چې کابل ښار کې ایسکریم پلورونکي دي وايي: "بسکوېټي دي، ککوي دي او قطۍ‌والا دي، مېوه‌يي دي، پیپسي والا دي او مالټې والا دي، دې کې دا ککوي او واړه مېوه‌يي ښه وځي، ګرمي ده پنځو والا ښه وځي، تقریباً دا یې سر دی، د دې خپل وخت وي، ښه دی له الله نه شکر ګزاره یو د ورځې دوه‌نیم، درې سوه روپۍ ګټو."

"دغلته ایسکریم خرڅوو، بس همدغه کار کوو، د میاشتې څلور زره افغانۍ موږ ته شرکت والا راکوي، نور چې خپله کوم کار کوو، د میاشتې ننه ۱۰ زره افغانۍ جوړېږي. شکر دی خوشحاله یم."

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان د یخچالي ایسکریمونو د تولید په برخه کې په ځان بسیا شوی او اوس له نورو هېوادون د بهرنیو تولیداتو راوړلو ته اړتیا نه‌شته.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي که څه هم وايي چې په افغانستان کې د دغو ایسکریمونو د تولید د لویو او وړو فابریکو کره شمېر نه‌دی معلوم، خو زیاتوي چې په لسګونه زره کسانو ته‌یې د کار زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی احمدي وايي: "په افغانستان کې د ایسکریمونو د تولید کارخانې ډېرې زیاتې دي، په هرات کې، مزار شریف، جلال‌اباد او کابل کې. زه کولای شم ووایم چې تقریباً ۵۰ زره کسانو ته‌یې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده. موږ له څو کلونو راهیسې په دې برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلي یو او له بهر نه‌یې د وارداتو مخه هم نیول شوې ده."

په افغانستان کې د دغو یخچالي ایسکریمونو یو شمېر پېرېدونکي که څه هم سهار وختي او په ټکنده غرمه کې د خوب پر مهال د سیارو پلورنځیو له نغمو ښه زړه نه‌لري، خو وايي د کور ور ته‌یې راوړلو یوه اسانتیا رامنځته کړې ده او په دې ګرمۍ کې ورپسې وتو ته اړ نه‌دي.

خو دوی د کمیت ترڅنګ د دغو ایسکریمونو د کیفیت په لوړولو هم ټینګار کوي.

د کابل ښار اوسېدونکې بنفشه وايي: "دا ښه دی چې خلکو تهیې د کار زمینه هم برابره کړې او سهولت‌یې هم رامنځته کړی چې د کورونو شا ته‌یې راوړي، خو کیفیت ته‌یې هم باید پام وشي."

خو د دغو ایسکریمونو د تولیدي فابریکو مسؤلین د خپلو تولیداتو د ښه کیفیت خبره کوي.

په کابل کې د ایسکریم جوړونې د یوې کارخونې مسؤل ډاکتر بسم‌الله مفتون وايي، د دوی تولیدات ټول د غوا له شیدو څخه دي.

ښاغلی مفتون زیاتوي: "درې کاله کېږي چې موږ د ایسکریم د تولید په برخه کې کار کوو، دا ایسکریم د تازه یعنې د غوh له شیدو څخه جوړېږي، موږ دوه رنګه تولید لرو قلفي او قلفه چې قلفي ډکی لري او قلفه ګېلاس کې ده، تقریباً موږ شااوخوا پنځه لکه ډالره پانګونه کړې ده."

ښاغلی مفتون وايي، د دوی ماشینري هم د قلفي ایسکریم د تولیدوونکو هېوادونو په کچه بې‌سارې ده.

نوموړی وايي، که څه هم قلفي ایسکریم په لومړي ځل هند کې رواج شوی او بیا پاکستان کې، خو په خبره‌یې د دوی تولید تر دواړو خوندور او معیاري دی.

که څه هم په افغانستان کې یخ خواړه بېلابېل ډولونه لري، لکه شیریخ، ژاله، فالوده او نور خو ایسکریم ځکه ډېر استعمال لري چې په روانه هم خوړل کېږي.

دا یخ خوراک په ماشومانو کې ډېر مینه‌وال لري او له همدې امله د نجیب‌الله او شفیق‌الله په شان ګرځنډه پلورونکي یې په کوڅو کې د راخبرولو لپاره نغمې غږوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко испытала проблемы после снятия Рыбакиной с турнира в Риме






Заснять порчу: как мошенники наживаются на ими же сломанных смартфонах

Mercury засмотрелась на молодежь // Ритейлер пытается привлечь к люксу новое поколение

Сдал подельников - и вдруг умер: Странная смерть банкира, давшего показания на "полковника-миллиардера" Захарченко

Московское море: каким оно было?