لغمان چارواکي: نامعلومو وسله والو مهترلام کې یو دیني عالم وژلی
د لغمان چارواکي په دغه ولایت کې د یوه دیني عالم د وژل کېدو خبر ورکوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو وویل چې نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) سهار د مرکز مهترلام اړوند انارباغ سیمه کې دیني عالم او د لغمان د حج او اوقافو ریاست د احتساب مدیر مولوي نصرالمن الله چې دندې ته پر لاره وو ، نامعلومو وسله والو په ډزو وواژه.
ښاغلی دولتزی زیاتوي، د امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا پلټنې روانې دي، څو د پېښې عاملان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
د دې پېښې مسؤلیت تردې دمه چا نه دی منلی.