Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

اترا: جګړو روان کال ۵۱ مخابراتي ټاورونه تخریب کړي

0
اترا: جګړو روان کال ۵۱ مخابراتي ټاورونه تخریب کړي

د افغانستان د مخابراتي خدمونو د تنظیم یا اترا اداره وايي چې په جګړو او نا امنیو کې سلګونه مخابراتي ټاورونه تخریب یا له منځه تللي چې له امله یې دغې ادارې ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

د اترا ویاند سعید شینواري نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې د ټول هېواد په کچه د جګړو، او ناامنیو له امله ۵۱ مخابراتي ټاورونه په بشپړ او یا نسبي ډول تخریب شوي دي.

ښاغلی شینواری وایي، په تېر ۱۳۹۹ مالي کال کې هم د هېواد په کچه ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول له منځه تللي وو.

نوموړي وویل، په ټوله کې له دې امله سکټور ته له ۱۵ څخه تر ۱۷ میلیونه ډالرو زیان اوښتی دی.

د اترا ادارې د احصایې او سټندرډونو ریاست د ارقامو له مخې په دې کې یو شمېر یې هغه مخابراتي سایټونه وو چې د اترا ادارې په مالي لګښت جوړ شوي وو او سلګونه زره هېوادوالو ته ترې مخابراتي خدمتونه وړاندې کېدل.

اترا اداره همدارنګه پر خلکو غږ کوي چې د دغو مخابراتي زېربناوو خوندیتوب کې مرسته وکړي او پرېنه ږدي چې وسله والو بریدونو کې دغه زېربناوې تخریب او له منځه ولاړې شي.

یاده اداره وایي، دامهال انټرنټ او مخابراتي خدمتونه د بشریت په لومړنیو ضرورتونو کې حسابیږي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Тарпищев: нельзя Медведева назвать главным претендентом на золото Олимпиады






Акция «Возьми друга из приюта» прошла в Наро-Фоминске

Источник 360.ru: в Краснопахорском сгорел частный дом, пострадали 2 человека

Глава департамента информполитики Томской области покидает пост

У «Балтики» есть шанс: у «Спартака» в Калининград не прилетели Соболев и Бабич