Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د امریکا استازو جرګې د افغان ژباړونکو او کارکوونکو د ورتللو پروسه اسانه کړه

0
د امریکا استازو جرګې د افغان ژباړونکو او کارکوونکو د ورتللو پروسه اسانه کړه

د متحده ایالاتو د استازو جرګې، یو نوی قانون تصویب کړی چې له مخې به‌یې د هغه افغان ژباړونکو او اشخاصو لپاره چې د امریکا له حکومت سره‌یې په افغانستان کې کار کړی، دغه هېواد ته د تللو پروسه اسانه کړي.

دې قانون کې افغانانو ته ښه راغلاست ویل شوی.

د دې قانون له مخې به چې هوپ (هیله) نومېږي او پرون د استازو په مجلس کې تصویب شو، د ژباړونکو، موټر چلوونکو او نورو لپاره چې د امریکایانو سره‌یې په افغانستان کې کار کړی د کډوالۍ ویزې غوښتنلیکونه ژر تر ژره وڅېړل شي.

له دغو کسانو یو شمېر وايي، هیله لري چې د دې قانون تصویب به متحده ایالاتو ته د هغوی او کورنیو د تللو پروسه چټکه کړي.

۳۰ کلن محمد سلیم قیامي وايي، ده له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی، نوموړی د امریکا د استازو جرګې د وروستۍ پرېکړې ستاینه کوي.

دی وايي: "موږ د هوپ قانون له تصویب څخه خوشحاله یو. موږ په وفادارۍ سره خدمت کړی او نن زموږ ژوند له خطره سره مخ دی. موږ غوښتنه کوو چې زموږ هیلې بې‌ځوابه نه‌شي او موږ ژر تر ژره انتقال شو."

د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې، د امریکا استازو جرګې غړو پرون دغه قانون تصویب کړ.

د دې قانون له مخې ژباړونکي او نور هغه کارکوونکي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی د کډوالۍ ویزې د غوښتنلیک لپاره په افغانستان کې معاینې ته اړ نه‌دي.

په راپور کې راغلي چې دوی باید متحده ایالاتو ته د تګ وروسته په ۳۰ ورځو کې دا معاینه وکړي.

په کانګرس کې ډیموکرات استازی جیسون کراو چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو سره د مخکېنیو افغان کارکوونکو د فوري وتلو لایحه وړاندې کړې، وايي: "موږ نه‌شو کولای چې ورو ورو بیروکراسي ته لاړ شو او د هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړو چې په افغانستان کې زموږ له نارینه‌وو او ښځینه‌وو ترڅنګ ولاړ دي."

هغه دا هم وویل چې دا قانون به د خلکو ژوند وژغوري، مګر پای ته نه‌دی رسېدلی او موږ باید خپل هغه همکاران چې په افغانستان کې په خطر کې دي، له ځان سره ځای په ځای کړو.

په ورته وخت کې د امریکا د استازو جرګې بل غړي کیم سکریر په خپل ټویټر لیکلي: "دا قانون د دواړو ګوندونو لپاره ویاړ دی او د متحده ایالاتو ځواکونو چې کومې ژمنې خپلو افغان ملګرو ته د دوی د ستاینې لپاره ورکړي، باید پر ځای شي."

دغه‌راز ۳۳ کلن منصور یوسفي چې شپږ کاله‌یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی، د هوپ قانون تصویب ته په اشارې سره وویل چې دی او زرګونه افغان همکاران‌یې په جدي خطر کې دي او باید متحده ایالاتو ته‌یې د تګ زمینه ژر تر ژره برابره شي.

ښاغلی یوسفي وايي: "موږ احساس کوو چې زموږ ژوند په خطر کې دی. موږ د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سره کار کاوه. څه موده دمخه په مزار شریف کې یې زموږ د یو همکار سر پرې کړ. موږ هیله لرو چې دغه قانون به ژر تر ژره پلی شي او زموږ د کورنیو د خوندي کېدو لامل به شي."

متحده ایالاتو مخکې ویلي وو چې دوی به شاوخوا ۱۶ زره افغانان چې د متحده ایالاتو له حکومت سره‌یې په افغانستان کې کار کړی، امریکا کې ځای پر ځای کړي ځکه چې د دوی او کورنیو ژوند یې له خطر سره مخ دي.

خو دا د وخت ضایع کولو پروسه وبلل شوه او د کانګرس ځینو غړو وویل چې امریکایي ځواکونو ته د دغو افغان ژباړونکو او کارکوونکو د لېږد پروسه باید مخکې له دې چې ټول امریکايي عکسر له افغانستانه ووځي، بشپړه شي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Хачанов вышел в третий круг турнира ATP в Риме






Зиновьева рассказала о свободных площадях для бизнеса в Подмосковье

Читинку, похитившую у своего парня почти миллион, задержали в Иркутске

Минтранс Подмосковья проведет вебинары по дорогам и транспорту 15 мая

Народного артиста Юрия Куклачева выписали из больницы после инфаркта