Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

جرمني افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورساوه، وروستي سرتیري یې هم ووتل

0
جرمني افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورساوه، وروستي سرتیري یې هم ووتل

جرمني اعلان وکړ چې له افغانستانه یې د خپلو ټولو عسکرو په ایستلو سره، دې هېواد کې خپل نږدې۲۰ کلن پوځي ماموریت په بشپړ ډول پای ته رسولی دی.

رویټرز خبري اژانس او ګڼو نورو رسنیو خبر ورکړی چې د دې هېواد وروستي عسکر پرون د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د مزارشریف له هوايي ډګره ووتل او خپل هېواد ته ستانه شول.

د جرمني د دفاع وزیرې اناګریت کرمپ کارنباور هم په خپله ټویټرپاڼه د خپلو ټولو عسکرو د ستنېدو خبره کړې او زیاتوي: "په دې سره د هغه تاریخي پراخ پوځي ماموریت څپرکی تړل کېږي چې زموږ لپاره یوه ازموینه وه."

دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د جرمني تر ټولو خونړی او اوږد پوځي ماموریت و چې نږدې شل کاله یې دوام وکړ او د دوی ۵۹ عسکر په کې ووژل شول.

جرمني د ناټو په چوکاټ کې له امریکا وروسته، دویم لوی هېواد و چې افغانستان کې یې په زیات شمېر عسکر لرل. له ۲۰۰۱ لومړي کال راهیسې، نږدې ۱۵۰ زره جرمني عسکرو افغانستان کې خدمت کړی، خو د روان میلادي کال تر اپریل میاشتې دا شمېر ۱۱۰۰ عسکرو ته راټیټ شوی وو.

دویچ‌ویله لیکي، افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال دې هېواد ۱۲،۵ میلیارډ یورو چې نږدې ۱۵ میلیارډ ډالر کېږي، لګښت کړی دی.

خو جرمني ډاډ ورکوي چې د عسکرو له وتلو وروسته به یې هم له افغانستانه په ملکي برخه کې ملاتړ ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دلته د جرمني د پوځي ماموریت پای، له افغانستان سره د دې هېواد د اړیکو د پای په معنا نه دی.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ زیاته کړه: "هغه هېوادونه چې د ناټو په چوکاټ کې دلته یې پوځي ماموریت پای ته رسېږي، خو له افغانستان سره یې دولت په دولت اړیکې پای ته نه رسېږي. غوره بېلګه یې د جرمني هېواد دی چې افغانستان ورسره د اړیکو او همکاریو اوږده مخینه لري. په تېره به د افغان پولیسو په روزنه او ظرفیت لوړونه کې یې بې‌سارې همکارې کړې او دوام به ولري. افغانستان له نړۍ سره د دولت په دولت اړیکو ته متقابل درناوی لري. "

طالبان د جرمني له دې کاره هرکلی کوي، د ټولو لوریو په ګټه یې بولي او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، له دې هېواد سره په راتلونکي کې د ښو اړیکو هیله لري.

بل‌خوا روم هم اعلان کړی چې  له افغانستان‌یې د خپلو عسکرو د ویستلو بهير بشپړ کړی دی.

د ایټالیا د دفاع وزیر لورینزو ګوریني ویلي چې د دغه هېواد مأموریت تېره شپه په افغانستان کې په رسمي ډول پای ته ورسېد، خو  د دغه هېواد همکاري به افغانستان سره دوام ومومي.

له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل، د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې برخه ده، خو د امریکا جمهور رییس دا نېټه د مې له لومړۍ د سېپټمبر تر ۱۱مې وغځوله او خو ښکاري چې ډېر هېوادونه له ټاکل شوې نېټې وړاندې دا بهیر بشپړ کړي.

خو هغه څه چې ټول لوري یې اندېښمن کړي، د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي دوام دی.

متحده ایالات طالبان تورنوي چې تاوتریخوالی یې زیات کړی او ترې غواړي، څو د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او د سولې معنا لرونکې خبرې پیل کړي.

د پنټاګون ویاند جان کربي رسنیو ته وویل: "موږ وړاندې هم ویلي، تاوتریخوالی ډېر زیات دی. موږ ټول د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه پوهېږو. جنرال مېلر نن د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. خو هغه چې موږ یې غواړو ویې ګورو او لېواله یې یوو، د سولې معنا لرونکي بهیر ته د طالبانو ستنېدنه ده. هغه چې پېښېږي د سولې په پروسه کې د مشروع او معنا لرونکي ګډون لپاره د دوې هڅې تر پوښتنې لاندې راولي."

خو طالبانو په وار-وار دا ویلي چې د سولې خبرو ته ژمن دي.

امریکا داسې مهال له طالبانو د سولې بهیر ته ستنېدل غواړي چې د خبرو له دویم پړاو له یوې میاشتې زیات وخت تېر شو، خو هغه ډول چې اړینه ده پایله نه لري.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې نږدې لس میاشتې وړاندې پیل شوې، خو د پام وړ پرمختګ نه‌لري او تر خوا یې دواړه لوري اوس یو ځل بیا پر یوه او بل خبرو ته د نه حاضرېدو د تورونو لړۍ پیل کړې، هغه څه چې کېدای شي دا بهیر لا نور زیانمن کړي.

دوه ورځې وړاندې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل، د طالبانو د ضد له امله د سولې خبرې هغه ډول چې باید مخکې تللې وای، پایله یې نه درلوده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Новак Джокович с позором вылетел с турнира в Риме






Участок трассы М-8 "Холмогоры" в Пушкино увеличат до 8 полос

Свыше 30 тысяч жителей Химок прошли диспансеризацию с января

Тендер на капитальный ремонт гимназии № 23 объявили в Химках

Московский "Спартак" не выигрывает трофеи с 2022 года