Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د برېښنا ستنو د الوځولو دوام؛ افغانستان کې خلکو لمریزې برېښنا ته مخه کړې

0
د برېښنا ستنو د الوځولو دوام؛ افغانستان کې خلکو لمریزې برېښنا ته مخه کړې

د برېښنا ستنو د ویجاړېدو په دوام نن سهار یو ځل بیا د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې د وارداتي برېښنا یوه بله ستنه د بمونو په وسیله ویجاړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا ستنو د ویجاړېدو له امله د کابل او ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او لمریزې برېښنا ته‌یې مخه کړې ده.

د کابل ښار اتمه ناحیه هغه بازار چې خلک په‌کې لمریزې انرژۍ یا سولر دستګاوې پېري په دې شپو او ورځو کې ورته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی.

په یاد بازار کې د سولر د پلور له ۸ تر ۱۰ دکانونه شته او د مشتریانو شمېر هم زیات شوی.

مصطفی فرید تازه په دې بازار کې سولر اخیستی او خپل کور یې په لمریزې برېښنا سمبال کړی.

دی وايي: "کله چې په کابل برېښنا پرې شوه، ستونزې مو زیاتې شوې، کله چې برېښنا نه‌وي اوبه هم په کور کې نه‌وي، زه مجبور شوم، د سولر (لمریزې انرژۍ) ته مخه کړم، اوس مې چې سولر سیستم لګولی، د شپې له‌خوا مې کور رڼا وي، نورې ستونزې مې هم ورسره کمې شوې، خو د سولر بیې ورسره لوړې شوې."

نوموړی وايي چې په کور کې یې د سولر انرژۍ دستګاه په لګولو تر ۸۰ زره افغانیو لګښت راغلی.

حاجي بلال په دغه بازار کې د سولر انرژیو دکان لري او وايي، د سولرو د پلور بازار یې ګرم دی.

دی زیاتوي: "زموږ مراجعین ډېر زیات دي، موږ شااوخوا ۱۲ د برېښنا انجنیران لرو، دوی د خلکو په کورونو باندې سولر تختې لګوي، مشتریانو ته نه‌شو رسېدلای، په دې وروستیو دوو اوونیو کې د سولر تختو بیه له ۲۰ نیولې تر ۳۰ سلنه لوړه شوې ده."

بلال زیاتوي د یوې وړې سولر دستګاه بیه له ۲۰ تر ۲۵ زره افغانۍ او بیا د غټې سولر دستګاه بیه ان تر ۷ لکه افغانیو رسېږي.

د دغه بازار د پلور ګرموالی د کابل له بې‌برقي سره نېغه اړیکه لري.

له ازبکستان نه د وارداتي برېښنا د ستنو د ویجاړېدو له امله کابل او ځیني نور ولایتونه له څو میاشتو راهیسې دایمي او منظمه برېښنا نه‌لري، دغه وضعیت کابل ښاریان مجبور کړي چې د برېښنا د تأمین لپاره له نویو لارو استفاده وکړي.

په ورته وخت کې، د پروان د والي ویانده وحیده شهکار ازادي راډيو ته وايي چې دغه ولایت کې یې د برېښنا ستنو د ویجاړولو په تور څو تنه نیولي او هڅه دا ده چې دغه ستونزه هواره شي.

اغلې شهکار وايي: "له بده مرغه په دې وروستیو کې موږ د برېښنا ستنو د ویجاړېدو شاهدان یو، موږ تېره میاشت په دې اړه دستګري هم درلودې، څو ورځې وړاندې مو د سالنګ په سیمه کې درې تنه ونیول، بیا هم زموږ هڅې روانې دي."

د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې له ۳۰ زیاتې د وارداتي برېښنا ستنې نړول شوي چې ډېری یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې وې.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Новак Джокович с позором вылетел с турнира в Риме






Искусство продвинутого анализа в спортивном прогнозировании

Компания PIONEER приступила к монтажу архитектурного освещения фасадов МФК BOTANICA

МНПЗ в День Победы рассказал о роли предприятия в Великой Отечественной войне

Верховный суд назвал самые популярные в России суммы взятки