Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

سپېکر قامي اسمبلۍ ته د علي وزیر او خورشيد شاه د وروستلو امر کړی دی

0
سپېکر قامي اسمبلۍ ته د علي وزیر او خورشيد شاه د وروستلو امر کړی دی

د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر حکم کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړی خورشید شاه پارليمان ته حاضر کړل شي.  

دوی دواړه په بېلابېلو تورونو په جېل کې دي. پر علي‌وزیر د ریاست خلاف د خلکو د پارونې او پر خورشيد شاه د درغليو تورونه دي. دوی دواړه دا تورونه بې بنياده او سياسي سازش ولاړ بولي.

په قامي اسمبلۍ کې پر وفاقي بجټ بحث روان دی چې پرې د خبرو لپاره د دې غړو خبره کول ضروري ګڼل شوې. د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن د جون په ۲۷مه مشال رېډيو ته وويل چې په بیا بیا یې د قامي اسمبلۍ سپیکر ته خواست کاوه چې د علي وزیر پروډکشن ارډر جاري کړي.

د جون په ۲۶مه د قامي اسمبلۍ سیکرېټرېټ څخه جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د سپېکر اسد قېصر له خوا جاري شوي حکم کې راغلي چې علي وزیر او خورشيد شاه ته دې اجازه ورکړل شي چې د جون په ۲۸مه پارليمان ته ورشي.

په پېښور کې د قانوني او سیاسي چارو پوه وکیل شهاب الدین خټک مشال راډیو ته د پروډکشن ارډر په اړه وويل چې سپېکر کولی شي د پارليمان يو غړی له زندانه وروغواړي.

هغه زیاته کړه: ((پروډکشن ارډر جاري کول یوه پخوانۍ طریقه ده او د پاکستان ایین یې په اړه وايي‌چې که یو تن د پارلیمان غړې وي او هغه په هره وجه جېل کې وي نو د سپیکر زمه واري ده چې د هغه پروډکشن ارډر جاري کړي او هغه د اسمبلۍ په غونډه کې برخه واخلي. له غونډې وروسته هغه بیا واپس جېل ته ځي.  پروډکشن ارډر جاري کېدو په وجه د هغه په سزا څه اثر نه غورځېږي او نه ترې دا ثابېتېږي چې د هغه سره کومه نرمي یا سختي وکړای شوه.))




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Саснович пробилась во второй раунд турнира WTA-1000 в Риме






Мошенники начали создавать фейковые сайты по продаже авиабилетов

"Динамо" обыграло "Балтику", дважды забив в компенсированное время

Сардаана Трофимова едет на Олимпиаду в Париж

Легковушка и две «Газели» загорелись на юге Москвы