Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د بلوچستان حکومت نوي ډويژنونه جوړ کړل

0

د بلوچستان حکومت د صوبې  پښتون مېشته سيمې ژوب ډویژن په دوو برخو ویشلی او له قلعه عبدالله یې چمن جلا کړی دی.

​د بلوچستان ګورنر امان الله یاسین زي د يو نوټيفیکېشن له لارې کړي حکم کې د لورالايي په نوم نوی ډويژن جوړ کړی دی. د جون په ۲۹مه نیټه شوې دې پرېکړې تر مخه به اوس چمن جلا او قلعه عبدالله جلا ضلعه وي. په قلعه عبدالله کې به تحصیل قلعه عبدالله ، تحصیل ګلستان او سب تحصیل دوبندي او په چمن کې د چمن ښار اوتحصیل صدر چمن شامل وي. 

دنوټیفیکشن له مخې له ژوب ډويژنه لورالاي بېله شوې او جلا ډويژن شوی دی. 

پښتنو سياستوالو د دې کار هرکلی کړی دی. د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر او په بلوچستان اسمبلي کې د دې ګوند استازي  اصغرخان اڅکزي د جون په ۳۰مه مشال رېډيو ته وويل چې دوی له تېرو درې کلو راهیسې دا غوښتنه درلوده. ((دا د وسايلو او سیاست له پلوه ارزښتمن کار دی.))

د بلوچستان د وکیلانو  داتحادیې غړي منیرکاکړ ایډوکېټ مشال رېډيو ته وويل چې د نوو ډويژنونو جوړېدل به خلکو ته سهولتونه برابر او په کلني بجټ کې به یې ونډه زیاته کړي.

تر دې مخکې په بلوچستان کي شپږ ډویژنونه او ۳۲ ضلعې وي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Александрова не смогла обыграть Саснович и покинула турнир WTA-1000 в Риме






Ежегодная акция «Ночь в музее» пройдет в Москве 18 мая

В Москве два человека пострадали после столкновения машины с деревом

Концерт «Моя Москва» покажут на mos.ru

Суд в Москве арестовал обругавшего полицейских американца