اذربایجاني ځواکونه په ناګورنو قره باغ کې "چلبجر" سيمې ته هم ننوتل
د اذربایجان دفاع وزارت د نومبر پر ۲۵ ویلي چې پوځي قطعې یې دغې سیمې ته ننوتي دي.
د اذربایجان دفاع وزارت د نومبر پر ۲۵ ویلي چې پوځي قطعې یې دغې سیمې ته ننوتي دي.
د افغانستان په جنوبي ولايت ارزګان کې د ښځو چارو ریاست کارونه نارینه پرمخ وړي، نه رئيسه ښځه ده او نه هم کوم بل کارکوونکی. دلته چارواکي وايي، سږکال ورته ډېرو کمو ښځو د کورني تاوتريخوالي يا نورو ځورونو په اړه شکايتونه کړي دي. د ارزګان ولايت د ښځو چارو ریاست وايي، سږکال ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي یوازې ۸ پېښې ثبت شوي، د دې ریاست سرپرست رئیس برات الله عطايي ازادي راډيو ته وويل چې تېرکال ورسره دا پېښې ۱۸ ثبت شوې وې. دا چې په دې ریاست کې هېڅ ښځينه کارکوونکي نشته لامل خو به یې دا نه وي چې... Читать дальше...
د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې یوې لوستې نجلۍ په خپل کور کې د خیاطي دستګاه جوړه کړې چې یو شمېر نجونو ته چې له لیک او لوست څخه بې برخه پاتې دي د خیاطي تر څنګ هغوی ته لیک او لوست هم ور زده کوي. ښکلا کاکړ چې له پوهنتونه فارغه ده، پر ځای د دې چې نورو دندو پسې وګرځي دې کار ته یې مخه کړې. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "له ادبیاتو پوهنځي فارغه یم، اوس مې په خپل کور کې د خیاطي مرکز جوړ کړی. دلته ۲۰ تنه نجونې راځي هم ورته خیاطې زده کوم او هم ورته درس ښییم." اغلې کاکړ وايي، په دې مرکز کې د ښځو جامې... Читать дальше...
د کندهار ښار په عینو مېنه کې د پولیسو پر یولسمې حوزې موټر بم چاودنه شوې ده. د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی برید تاییدوي، خو سم لاسي د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي. یوې امنیتي سرچنې بیا ویلي، برید کې چې سهار لس نیمې بجې وشو، پنځه پولیس ټپیان شوي دي. د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، د بدخشان د اينجې حاصلات ۳۵ ټنو ته رسېږي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، چې سږکال د دې ولایت د اينجې د حاصلاتو کچه ۳۵ ټنو ته رسېږي. ښاغلى رستمي وايي، چې اينجه تر ډېره په دې ولایت کې په وحشي او طبیعي ډول شنه کېږي خو په خبره يې، د کرنې وزارت هم د اينجې د کرکېلي د سیمو په پراختیا کې عمده رول درلود او تېر کال يې د درایم او تیشکان په ولسوالیو کې په نږدې په ۲۵۹ هکټاره ځمکه کې د اينجې کرکېله کړې ده. اينجه یو طبي بوټی دی، چې د بدخشان... Читать дальше...
افغانستان سره د مالي مرستو لپاره د جينيوا دوه ورځني کنفرانس، د څه د پاڅه ۱۲ میلیارده ډالرو مرستو په ترلاسه کولو سره پرون پای ته ورسېد. د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ازادي راډیو ته ویل، د افغانستان نړيوالو ملاتړو تر ۲۰۲۴ د مالي مرستو د دوام ژمنه کړې ده. د ښاغلي مسجدي په وینا، تمویل کوونکو د لومړي کال لپاره لږترلږه د ۳.۳ میلیارده ډالرو ژمنه کړې چې تمه کېږي کال په کال په همدغه اندازه وشي. نوموړی زیاتوي، دا مرستې د حکومت او نړیوالو ملګرو لخوا يې په کلني دول د بیا کتنې ګډ بهیر پورې اړه ولري. Читать дальше...
نن د نومبر پنځه ویشتمه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې باید چټکې شي. یوناما په دې اړه په اعلامیه کې زیاته کړې چې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د ورځ په دې شعار لمانځل کېږي، چې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه چټکه شي او د دې پدیدې پر وړاندې له هېڅ زغم کار وانخیستل شي. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ښځو پر وړاندې په کې تاوتریخوالی زیات دی. Читать дальше...
سپینې ماڼۍ اجازه ورکړه چې منتخب ولسمشر جوبایډن ته ورځني محرم استخباراتي راپورونه ولېږل شي. ورځني امنیتي راپورونه ولسمشر ته وړاندې کېږي خو په امریکا کې منتخب ولسمشر هم د دې حق ترلاسه کوي چې دغو راپورونو ته لاسرسی ولري. په دغو راپورونو کې ملي امنیت ته د ورپېښو ګواښونو په اړه معلومات شامل وي. منتخب ولسمشر جوبایډن ته د ورځني راپور د لېږلو لړۍ وروسته له هغه پيل شوه چې پرون د ټرمپ ادارې وویل د بایډن ادارې ته د انتقال رسمي بهیر پیلېدای شي. ولسمشر ټرمپ خپله ماته نه ده منلې او تور یې لګولی چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي.
اذربایجاني ځواکونو د نګورنو قره باغ هوکړې له مخې یوه بله سیمه هم په خپل کنټرول کې راوسته. د هوکړې له مخې ارمنستان د دریو سیمو پرېښودو ته اړ ایستل شوی. د اذربایجان د دفاع وزارت نن ویلي د دوی پوځیان د هغې هوکړې له مخې چې د ارمنستان، اذربایجان او روسیې تر منځ لاسلیک شوې د چلبجر سیمې ته ننوتلي دي. کروچر چې اذربایجان یې چلبجر یادوي باید د نومبر په پنځلسمه تسلیم شوې وای خو د بشري دلایلو په سبب دا کار ځنډېدلی و. د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د خونړۍ جګړې د درولو لپاره روسیې منځګړیتوب وکړ او دوی... Читать дальше...
په جمرود کې د نومبر پر ۲۲مه د یوې ادبي غونډې پر مهال د مخکښ شاعر ارواښاد خیبر اپرېدي ۲۵م تلین ولمانځل شو. پر دې مهال د خیبر پښتونخوا له ځینو سیمو ورغلیو شاعرانو او ادیبانو خیبر اپرېدي ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې. د فرهاد شینواری ویډیويي راپور وګورئ.
د کابل چاپ ورځپاڼو په نننيو ګڼو کې، په جینوا کنفرانس کې د نړیوالو مرستو خپلولو د افغان حکومت له لورې تازه پاکستان ته د یو اړخیز امتیازونو ورکړه او د افغان سولې وروستیو لاسته راوړنو په اړه ليکنې او تبصرې شوي دي. مسير مسیر ورځپاڼه د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت نرمښت له پاکستان سره د افغان ولسمشر د تازه معاملې نښې بولي. د دې ورځپاڼې سرمقالې لیکونکي لیکلي، افغانستان ته د پاکستان صدراعظم عمران خان له سفر وروسته ښکاري چې کابل یو ځل بیا پاکستان ته یو اړخیز امتیازات ورکوي. د لیکوال په باور... Читать дальше...
تلګراف د بریتانیا چاپ تلګراف ورځپاڼي د افغانستان په اړه په یوې مقالې کې لیکلي چې د افغانستان په جګړو کې یو ځل بیا د خلکو کورونه د جګړو په لومړیو کرښو بدل شوي دي. د ورځپاڼي په لیکنه ، په پلازمېنه کابل کې هره ورځ د خلکو په وژنو او پرله پسې او پراخو بریدونو سره تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی. تلګراف په کابل کې د شنبې د ورځې راکټي بریدونو ته په اشارې لیکلي چې په هغو کې تر ډېره د خلکو کورونه په نښه شوي دي. په هغو ۲۴ راکټونو کې چې د ښار له منځه توغول شوي وو، لږ تر لږه اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر دېرشو ډېر کسان ټپیان شول. Читать дальше...
د انګلستان څلور واړو هېوادونو د سې شنبې په ورځ موافقه وکړه چې د کرسمس پر مهال به د کویډ۱۹ محدودیتونه کم شي او پنځه ورځې به تر درو پورې کورنۍ وکړای شي چې په یوه کور کې سره وویني. انګلنډ، سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ د کویډ۱۹ د مخنیوي لپاره له یو بل څخه بېل پلانونه عملي کړي خو د کرسمس د لمانځلو په خاطر د سې شنبې په ورځ له لندن سره موافقې ته ورسېدل. پر سفر محدودیت به هم لیرې شي او خلک به وکړای شي له شمالي ایرلنډ څخه یا دې هېواد ته سفر وکړي. ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ په انګلنډ کې د کرونا ویروس له کبله وضع شوی محدودیت پای ته ورسېږي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو راپور وايي چې قزاقستان د چین د شینجن سیمې د ځايي خلکو مدافع په غیر قانوني توګه په نښه کړی. پر خپل سر د بندي کولو پر وړاندې د ملګرو ملتونو کاري ډله وايي چې د قزاقستان حکومت تېر کال د فعال سریکژان بیلاش په نیولو سره د بشري حقونو له نړیوال قانونه سرغړونه کړې. د دې ادارې په وینا بیلاش د چین په شمال لویديځ سیمه شینجن کې د ځايي خلکو د ځپنې پر وړاندې فعالیت کاوه. د (اوس ازادي) په نوم واشنګټن مېشتې بشري حقونو د یوې ډلې غوښتنلیک ته په ځواب کې ملګرو ملتونو ویلي چې قزاقستان په غیر قانوني... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس ټولو ګډونوالو په دې هېواد کې پر اوربند ټینګار کړی. ښاغلي اتمر د دې کنفرانس د پای ته رسېدو پر مهال وویل، نړیواله ټولنه غواړي په افغانستان کې وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي. د فنلډ د بهرنیو چارو وزیر پيکا هاویستو په ژنیو کې د دې دوه ورځني کنفرانس جوړوونکو ته وویل، په دې کنفرانس کې ۶۶ ګډونوالو هېوادونو او ادارو په افغانستان کې د دایمي او پراخې سولې سره کلک ملاتړ څرګند کړ. په افغانستان کې د سولې راوستلو په هدف د فبروۍ میاشتې... Читать дальше...
په بامیان ولایت کې د پرونیو بمي چاودنو د مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی دی. د بامیان د عامې روغتیا رییس علي اقا ایوب ناصري ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر پنځلسو او د ټپیانو ۵۸ ته رسېدلی دی. د پېښې اکثر قربانیان ملکیان دي. ویره یې ځي چې د پېښې د تلفاتو شمېر لا پسې زیات شي. اخوا ارګ ماڼۍ د افغانستان د جمهور رییس اشرف غني په حواله دا چاودنې غندلي او زیاته کړې یې ده چې: "طالبان او نورې تروریستي ډلې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره پر ملکي وګړو بریدونه کوي او عام... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ارمنستان او اذربایجان له چارواکو سره د نګورنو قره باغ سیمې په اړه خبرې کړي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اذربایجان له ولسمشر الهام علیېف او ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره په ناګورنو قره باغ سیمه کې د روسیې په منځګړیتوب عملي شوي اوربند په اړه جلا ټیلیفوني خبرې وکړې. دا خبره کریملن د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۲۴مه نېټه په یوه اعلامیه کې وکړه. د اعلامیې له مخې، درې واړو مشرانو د نګورنو قره باغ له اوسېدونکو سره د بشري مرستو رسولو د موضوع تر څنګ په دې سیمه کې د ترانسپورت د اتصال په اړه خبرې وکړې.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د افغان سولې په بهیر کې باید د ښځو پر حقونو جوړجاړی ونه شي. د بخښنې نړیوال سازمان وايي، اوسمهال چې د افغان ښځو او نجونو حقونه له طالبانو سره د سولې احتمالي هوکړې د قرباني کېدو له خطر سره مخامخ دي، دا اداره په افغانستان کې د ښځو د حقونو له مدافعینو سره کار کوي چې د دوی د پياوړتیا کیسې راپورته کړي. د امنسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي د سې شنبې په ورځ (د نومبر په څلرویشتمه نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې له دې کمپاینه یې هدف دا دی چې له افغان ښځو سره د... Читать дальше...
د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. ندیمه هغه افغان مېرمن ده چې له خپل مېړه د تاوتریخوالي له امله بېله شوې: "زه مې د ورور بدل یم، د خاوند له خوا مې ډېره وهل کېدم، ډودۍ یې نه راکوله، ان تیل یې راباندې وپاشل او اور یې را واچوه، بیا یې دوهم واده وکړ او زه یې خوشې کړم." دا اوس د خپلو شپږو ماشومانو یوازنۍ ساتونکې ده. ندیمه وايي، د ښار په واټونو کې بېلابېل توکي پلوري او خپلو ماشومانو ته روزي ګټي. دی وايي: "اوس مې د ماشومانو خرڅ خپله ګټم، مشر زوی... Читать дальше...
نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالره مرسته کوي. دوې ورځې له بحث او سلا مشورې وروسته نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپله ژمنه نوې کړه. د فنلنډ د بهرنۍ سوداګرۍ او همکارۍ د پراختیا وزیر ویل سکیناري د دې کنفرانس له جوړوونکو وو. ده وویل چې هدف يې د یوه خپلواک، یوموټي، ډیموکراتیک او سوله ییز افغانستان دی. سکیناري له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو په اړه وویل: "نن موږ د راتلونکي مهمې مودې لپاره... Читать дальше...