Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د طالبانو سوداګرۍ وزارت ايراني چارواکو سره پر اقتصادي مسايلو خبرې کړي

0
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په خاطر یې له ایراني چارواکو سره لیدلي دي.


دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ملا قدرت الله جمال د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت له ځانګړي استازي میر شفیعي او په کابل کې د ایران سفارت له اقتصادي اتشې حسن شېرزادي سره په اقتصادي مسایلو خبرې کړي دي.


په خبرپاڼې کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د سرحدي بنسټونو، بندرونو او صنعتي پارکونو د پیاوړتیا او د سوداګریز بېلانس په اړه خبرې شوې دي.


یاد وزارت د ښاغلي شفیعي له قوله لیکلي دي چې د دووه اړخیزه هوکړو پر بنسټ کېدلای شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ښه ډول تنظیم شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса