ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 08.06.2022

د پېښور نانوایانو د ګرانۍ ضد احتجاج کړی دی

Mashaalradio.com 

په پېښور کې نانوایانو د یوه احتجاجي لاریون له لارې له حکومته غوښتي چې یا دې اوړه ارزان کړي او یا دې دوی ته د ډوډۍ د بیې لوړولو اجازه ورکړي. دوی د جون پر اتمه د احتجاج پر مهال وویل چې د ګرانۍ له وجې له تاوان سره مخامخ دي. حکومت د نانوایانو د غوښتنو په غبرګون څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د هغوی په احتجاج د ډوډۍ د بیو لوړولو اجازه ورکړې وه. پاکستان له تېرو درو کلونو راهیسې له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او د مې له اخري اوونۍ راهیسې حکومت دوه ځلې د تېلو بیې لوړې کړې دي چې له وجې یې د نورو شیانو بیې هم لوړې شوې دي. Читать дальше...

پېښور کې د مذهبي هم اهنګۍ لپاره د فوټبال لوبې روانې دي

Mashaalradio.com 

په پېښور د مدرسو د زده کوونکو او مذهبي اقلیتونو د ټولنو د غړو ترمینځ لوبې روانې دي. منتظمان وايي، د فوټبال د سیالیو مقصد مذهبي هم اهنګي او له يو بل د ښو اړیکو زیاتول دي. په سیالیو کې ۱۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې چې اووه ورځې به دوام لري. ویډیويي رپورټ.

شنونکي: د پاکستان سیاست ته تاوتریخوالی ورداخل شوی

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې شنونکي وايي، د سیاستوالانو دا ډول څرګندونې د قانون او انساني ارزښتونو ضد دي. دوی فکر کوي چې د دې لامل د هغه هېواد په سیاست کې د تشدد او سختدریځۍ عنصر ځای شوی دی. دوی وايي، په ځانګړي ډول د تحریک انصاف ګوند په مظاهرو کې د تشدد پېښې کېږي.

د 'اجمل حقيقي' د خپور شوي اعتراف ويډيو غبرګونونه راپارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري د افغانستان دمشهور مډل او یوټیوبر اجمل حقیقي او د همکارانو د اعتراف ویډیو خپرولو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. په رسنیو کې د خپرې شوې ویډيو پر اساس، افغان مشهور مډل او یوټیوبر اجمل حقیقي له خپلو درېيو همکارانو سره د طالبانو د کمرې پر وړاندې په ولچک شویو لاسونو او پرېشانه څېرې د افغانستان له خلکو او طالبانو بخښنه وغوښته. اجمل حقیقي په دې ویدیو کې وایي، چې په یوټیوب کې خپرو شویو ویډیوګانو کې يې مقدساتو ته توهین کړی دی. خو مشخصه نه ده، چې د نوموړي دغه ویډیو تر کومو شرایطو لاندې ثبت شوې ده. Читать дальше...

طالبان: ایران ته وړل شوې وسلې، وسایط او تجیهزات بېرته ترلاسه شول

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې له افغانستانه ځینې لېږدول شوې وسلې، وسایط او تجیهزات بېرته د ایران له خوا ورتسلیم شوي دي. دغه وزارت نن چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې دغه وسایط او تجهیزات د تېر حکومت پر مهال ایران ته وړل شوي وو، چې تېره شپه د اسلام کلا بندر له لارې هرات کې طالبانو ته وسپارل شول. د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس لیکلي، چې په دغو تسلیم شویو وسایطو او مهماتو کې ټانکونه، رنجر او فولډر ډوله موټرنه، ۵۷ کلاشینکوفونه، ۳۹ راکټ لانچرونه او نور تجهیزات شامل دي. ایران لا د طالبانو د دې ادعا په باب څه نه دي ویلي.

طالبان: په خوارځواکۍ د اخته کېدو لامل د خوړو د امنیت نشتون دی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو حکومت د خوړو او درملو ملي اداره وایي، چې په خوارځواکۍ د میندو او ماشومانو د اخته کېدلو لامل د خوړو د امنیت نشتون دی. د کابل اوسېدونکې تورپیکۍ د خپل درې کلن ماشوم کېسه کوي، وایي چې د کمزوري اقتصاد له امله یې زوی په خوارځواکۍ اخته شوی دی. نوموړې د زوی خوارځواکي سخته ځوروي، وایي داسې لاره نه ویني چې په مرسته یې خپلو بچو ته مناسب خواړه برابر کړي. هغه زیاتوي: "اقتصادي وضعیت مو ښه نه دی، د خوراک له پاره کوم څه نه لرو، له همدې امله مې ماشوم په خوارځواکۍ اخته شو. دا منم چې اوسمهال د هېچا اقتصاد... Читать дальше...

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له هانګ کانګ سره لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن له هانګ کانګ سره لوبه کوي.  دا لوبه د هند د کلکتې ښار  په سالټ لېک لوبغالي کې د افغانستان په وخت د ماسپښين په ۴ بجو  پیلېږي.   دا به د اسیا د ملتونو جام ته د لارموندنې په سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه وي چې د هانګ کانګ په وړاندې یې کوي.  د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې هند ته د افغان لوبډلې له رسېدو وروسته یې هلته تمرینات کړي او روانو سیالیو ته یې پوره تیاری نیولی دی.  د افغانستان فوټبال لوبډلې روزونکي انوش دستګیر هند ته له... Читать дальше...



کندهار کې د ازادو مبارزو سيالۍ پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د پنځو ولایتو ترمنځ د ازادو مبارزو سیالۍ پیلېږي. د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي دي، چې په پلان کې لري په کندهار کې د پنځو ولایتونو فراه، نیمروز، هلمند، هرات او کوربه کندهار ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د ازادې مبارزې د MMA څانګې سیالۍ پيل کړي. یادې ادارې وړاندې لیکلي، چې د کندهار د ورزش ریاست او MMA فدراسیون د دې لوبو لپاره په تیاري بوخت دي چې د روانې غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه به پیل شي.  د پنځو ولایتونو ترمنځ د ازادو مبارزو سیالۍ به د کندهار ولایت په دولتي جمنازیوم کې وشي.

طالبانو خپلو پولیسو ته د یونیفورم وېش پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د دغه وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د اوس لپاره، د دوی شاوخوا شلو زرو پولیسو ته دا یونیفورم چمتو شوی چې تر راتلونکې دوو اونيو به دا شمېر سلو زرو ته ورسېږي. د دغه وزارت چارواکو دا هم وویل، که څوک د یونیفورم اغوستل نه پلي کوي سزا به ورکړل شي. د طالب ځواکونو د یونفورم په اړه د خلکو د پرله پسې انتقادونو ورسته اوس، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، له کابل او کندهاره یې خپلو پولیسو ته د ځانګړي یونیفورم وېشل پیل کړل. د دغه وزارت مرستیال نور جلال جلالي د چهارشنبې... Читать дальше...

د حکومت او وسله والو طالبانو مذاکرات به قبايلی سيمو کې تلپاتې سوله راولي؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ پر روانو خبرو تاوده بحثونه روان دي. هغو مذاکراتو يوشمېر پوښتنې راپورته کړي چې پکې مهمې يې دا دي چې ایا په پایله کې به یې په سيمه کې تلپاتې سوله راشي او طالبان به له وسله والې جګړې لاس واخلي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين، د پاکستان د پوځ له پخواني بريګېډيير سيد نذير او د خيبر پښتونخوا حکومت له وياند علي محمد سیف سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

کندهار: تېرو ۱۱ مياشتو کې زرګونه ټنه وچه مېوه بهر ته صادر شوې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه په تېرو یولسو میاشتو کې له دې ولایت څخه بهرته د نژدې ۱۲۰ زره ټنه وچې مېوې او نورو موادو د صادرولو خبر ورکوي. د دې خونې مرستیال عبدالباقي بینا تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، له دې ولایت څخه د ۹۴ ميلیون ډالرو په ارزښت ۲۹ ټنه وچ ممیز بهر ته صادر شوي چې ډېره برخه یې هند ته وه. د ښاغلي بینا په وینا که د سوداګرو د پیسو د انتقال په برخه کې ستونزې هوارې شي ښایي د صادراتو کچه له دې هم لوړه شي.

ايران: يوې ترافيکي پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي او لسګونه ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د ایران په په مرکزي ښار طبس کې له یوې پټلۍ د مسافر وړونکي ریلګاډې د اوښتو په پېښه کې د لږ تر لږه اولس کسانو د مړه کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبرورکړل شوی دی. د ایران د بېړنیو خدمتونو ادارې ویاند مجتبی خالدي نن دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د اولسو کسانو مړي او ۳۷ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې دغه ریلګاډی له مشهد څخه یزد ته په لاره و چې طبس ته نژدې یې پرپټلۍ د ساختماني چارو له کیندونکي یوه ماشین سره ټکر وکړ. ویل شوي چې د دغه ریلګاډي یولس ډبې له پټلۍ اوښتي دي. ... Читать дальше...

د جرمني بهرنیو چارو وزیرې د پاکستان سفر لنډ کړی

Mashaalradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بېیربوک په کورونا وایرس تر اخته کېدو وروسته د پاکستان سفر لنډ کړی دی. دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جون پر اوومه پر ټوېټر په بیان کې کړې ده. هلته المان غږ ووبپاڼې هم د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې ټاکل شوې وه چې بېیربوک په څلور ورځني سفر کې تر پاکستان وروسته یونان او ترکیې ته هم تللې وای. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې نوموړې د کورونا وایرس تر مثبت ټېسټ مخکې په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري... Читать дальше...

د پاکستان حکومت د اقتصاد سمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام اعلان کړ

Mashaalradio.com 

د جون پر اوومه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې وزیران او سرکاري چارواکي به د پېټرولو او ډیزلو استعمال ۴۰ فیصده کموي، حکومت به سرکاري چارواکو ته نوي ګاډي نه ورکوي او هغوی به په سرکاري خرڅ بهرنیو هېوادونو ته نه ځي.

هلمند کې د پنبې کرنه ډېره شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند ملا مستعین عمري ازادي راډيو ویلي، چې، یوازې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې سږکال په نېږدې ٣٢٠ هکتاره ځمکه کې پنبه کرل شوې ده چې تر دې دمه یې په ښه ډول وده کړې ده. ښاغلی عمري وايي، په هلمند کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د پنبې کرلو په برخه کې بزګرو ته د اوبو لګولو د ډول، خېشاوې، نباتي افتونو او د ناروغیو د مخنیوي په اړه هم معلومات ورکړي دي. د نوموړي په خبره، د هلمند ولایت په ګڼو ولسوالیو کې هر کال په زیاته کچه پنبه کرل کیږي چې تر ډیره یې حاصلات ښه بازار لري او په لوړ قیمت پلورل کیږي. Читать дальше...

افغانستان کې د ټاپي پروژې لومړنۍ چارې پيليږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کانو او پټرولېم وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې د دې وزارت سرپرست ملا شهاب الدین دلاور پرون د ټاپي پروژې له مشر محمد مراد امانوف سره کتلي. وېبپاڼې ليکلي، د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې د هوکړه لیک په تطبیق او د نل لیکې په اوږدو کې د ځمکو د استملاک په اړه د ټاپي پروژې له مشر خبرې کړي. د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې ویلي چې اوس په افغانستان کې امنیت شته او دوی غوښتنه کوي چې د ټاپي پروژې عملي کارونه ژر پیل شي. Читать дальше...

اوکرايني ځواکونه په سيورو-دونيڅک کې؛ د روسيې پوځيانو پر وړاندې يې مقاومت او بری

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي وايي، اوکرایني ځواکونه، په سیورو-دونیڅک کې د روسیې د حملو په وړاندې په بریا مقاومت کوي. د اوکراین د لوی درستیز دفتر وايي، اوکرایني ځواکونه په سیوردو-دونیڅک ښار کې، چې په لوهانسک سیمه کې پروت دی، د روسیې د حملو په وړاندې په بریا سره مقاومت کوي. دغه دفتر نن چهارشنبه ویلي، روسي پوځیان د اوکراین پر ختیځ د ولکې ټینګولو په هدف د جګړې د تشدید لپاره دونباس ته د نویو منابعو د راوستلو په حال کې دي. له څو ورځو پر صنعتي ښار سیورو-دونیڅک جګړه په یوه اساسي مبارزه بدله شوې ده. روسي ځواکونو... Читать дальше...

Новости России
Москва

Столица двинулась на «Восток»: чем занимаются путешественники на трассе М-12


نړیوال سازمانونه: افغانستان کې د ښځو وضعيت نړۍ کې تر ټولو جدي بحران دی

Pa.azadiradio.com 

د افغاني ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو په دوام کې، د بشري حقونو د څار سازمان او ناروې په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سر غړونو په اړه سخته اندېښنه ښودلې. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د سرغړونو نوم‌لړ ډېر اوږد دی او دا سرغړونې مخ په زیاتېدو دي. د بشري حقونو د څار سازمان یوه اعلامیه کې د دې سازمان د ښځو څانګې مشرې هېدر بار له قوله، د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو وروستي محدودیتونو وحشتناک بولي او زیاتوي، دا شرایط له نجونو او ښځو خپلواکي اخلي او دوی له خپلو وړتیاوو محروموي. Читать дальше...

صابر نذر وايي تېر حکومت کې یې زیات کارټونونه چاپ نه شول

Mashaalradio.com 

صابر نذر د پاکستان یو نومیالی کارټون جوړوونکی دی. نوموړی له لسیزو راهیسې د انګرېزۍ او اردو ژبو ورځپاڼو لپاره پر روانو چارو کارټونونه جوړوي. نذر وايي، له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهیسې د بیان پر ازادۍ زیاتېدونکو محدودیتونو یې کار اغېزمن کړی دی. خو دی وايي، تر ټولو زیات کارټونونه یې د تحریک انصاف ګوند په واکمنۍ کې خپاره نه شول. د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په بیا بیا د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو تور رداوه او ویل به یې چې د هېواد رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې وې. نذر زیاتوي چې کارټون د سیاسي چارو په اړه ولس ته په اسانۍ د پیغام رسولو یوه لاره ده.

کندهار: خاکريز ولسوالۍ کې يوه حامله مېرمن ژورې څاه ته لوېدلې

Pa.azadiradio.com 

په سیمه کې د طالبانو مرستیال ولسوال مطیع الله نن سهار ازادي رادیو ته وویل دا پېښه بېګاه د خاکریز ولسوالۍ په اروغ کلي کې شوې. نوموړي زیاته کړه چې د دې مېرمنې د خوندي اېستلو لپاره هڅې روانې دي. بل خوا په کندهار کې د باران په نوم خیریه ټولنه وايي، سیمې ته بشپړ روغتیايي ټیم استول شوی دی او د ژغورني عملیات روان دي. د دې ټولنې مرستیال ویس همکار وايي د سیمې خلکو یو ځل د ټراکټور او رسې په وسیله دا مېرمن یو څه را ایستلې وه خو هغې نور د رسۍ د نیولو توان نه درلود او بېرته ولوېدله. د همکار په وینا له... Читать дальше...

زلنسکي: اوکراين به د ټولو سيمو بېرته نيولو لپاره جګړه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وايي، اوکراینیان به د ټولو هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره جګړه وکړي چې روسیې اشغال کړې دي. ولودیمیر زلنسکي دا څرګندونې پرون داسې مهال وکړې چې اوکرایني ځواکونو له ختیځ، سیویرو دونېڅک ښار څخه د دفاع هڅه کوله. ښاغلي زلنسکي وویل، اوکرایني ځواکونه د سویرو دونېڅک ښار دفاع په داسې حال کې کوي چې د روسیې د پوځ پرتله یې د سرتېرو او وسلو شمېر لږ دی.

روسيې د بشري حقونو د اروپايي محکمې د قضايي صلاحيت ختمولو لايحه تصويب کړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسي جرګې یا دوما هغه لایحې تصویب کړې چې په روسیه کې د بشري حقونو د اروپايي محکمې یا ECHR قضايي صلاحیت ختموي. دا لایحې تقریبا د رایو په قاطع اکثریت تصویب شوې او تمه ده چې ولسمشر ولادیمیرپوتین به یې توشېح کړي. د دولتي دوما مشر ویاچیسلاو وولودین وویل چې ECHR د روسیې پرضد د لویدیځو سیاستوالو په یوه وسیله بدله شوې ده.

د جرمني د بهرنيو چارو وزيره: طالبان به د افغانستان د سقوط لامل شي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بایربوک دا څرګندونې په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په پرونۍ ګډه خبري غونډه کې وکړې. هغې وویل د افغانستان نوي واکمن به دا هېواد تر بشپړ سقوط پورې ورسوي او د خلکو د خورا ډېر کړاو او لوږې باعث به شي. مېرمن بایربوک څرګنده کړه چې له افغانستان سره له بشري مرستو پرته، په نورو برخو کې د نړیوالو مرستې باید له دې شرط سره تړلې وي چې د بشري حقونو په برخه کې څومره پرمختګ کېږي. د جرمني د بهرنيو چارو وزيره چې پاکستان ته په سفر وه، د کرونا وباء... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Хромачёва и Бабош выиграли турнир WTA в Руане в парном разряде






Психолог Канищева рассказала, как пережить расставание

«Единая Россия» и МГЕР в Московской области провели обучение волонтеров «Диктанта Победы»

Москвичей призвали быть внимательными на улице из-за непогоды 25 и 26 апреля

Сборная Подмосковья заняла призовые места на чемпионате по боевому единоборству