Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 10.06.2022

د اجمل حقیقي په قضیه کې د شریعت حکم څه دی؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې له خوا په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې پېژندل شوی افغان ماډل او یوټیوبر، اجمل حقیقي، له خپلو درېیو همکارانو سره په داسې حال کې چې لاسونو ته یې ولچکونه اچول شوي، په پرېشان حالت کې له افغانانو او طالبانو بخښنه غواړي. اجمل حقیقي په دې ویډیو کې وايي چې د یوټیوب په ویډیوګانو کې یې مقدساتو ته سپکاوی شوی. معلومه نه ده د اعترافاتو دغه ویډیو تر څه شرایطو لاندې ثبت شوې. په دې ویډیو کې مو د دیني علومو یو ډاکټر پوښتلی، چې په دې قضیه کې د شریعت حکم څه دی؟

امريکا افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړو ويزو د ورکړې لړۍ تېزه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانانو لپاره یې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا اس‌ ای‌ وي ورکړه،  چټکه کړې ده. دې وزارت یوه اعلامیه کې لیکلي، په درېیمو هېوادونو کې یې د خپلو سفارتونو دننه کارکوونکي زیات کړي، څو د ویزو د ورکړې پروسه ساده او بهیر یې چټک شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې د افغانانو لپاره یې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا اس‌ای‌وي د ورکړې بهیر چټک او ساده کړی، خو لا هم ځینې افغانان وايي، له دې امله چې دا پروسه ځینې نیمګړتیاوې لري، دوی ورته اندېښمن دي. یو افغان چې نه... Читать дальше...

ورزشکاران: طالبانو راڅخه د ورزش کولو پر مهال د بدن د ټولو غړو پټولو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بدن د ښکلا برخې یو شمېر وزرشکاران وايي، طالبانو ترې غوښتي تر څو د ورزش کولو پر مهال د بدن ټول غړي پټ کړي. دوي وايي، دغه امر ورته د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا ورکړل شوی. محمد چې له تیرو څلور کلونو راهیسې په کابل کې د بدن د ښکلا (جیم) په برخه کې ورزش کوي د طالبانو له وروستي اقدام ناخوښ دی او وايي چې په نارینو هم د محدویتونو لړۍ پیل شوه. د هغه په خبره، د طالبانو دغه ډول محدویتونه له ورزش د ځوانانو زړه توروي او دا د ورزش لپاره د خطر یو زنګ دی. نوموړي وويل: "هغه ځای کې... Читать дальше...

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو پنجشېر کې بېګناه ملکيان بنديان کړي

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومت دا رپورټ رد کړی او وايي، له هېچا سره زور زیاتی نه کوي.  خو تر دې مخکې د پنجشېر د ځینو برخو اوسېدونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي ول چې د مقاومت له جبهې سره د اړیکو په تور نیول شوي او ځورول شوي دي.

کابل کې حاجيانو ته د ویزو د ورکړې بهیر پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د حج اوقافو وزارت وايي، دغه بهیر د جون میاشتې په لسمه (نن) پیل شوی او هغه زارئینو ته به ویزې ورکول کیږي چې د فرضي حج لپاره یې ټول شرایط برابر کړي وي. د طالبانو حکومت د حج او قافو وزارت وزارت وايي، هغه حاجیان چې د فرضي حج کولو لپاره په ټولو شرایطو برابر دي د ویزو د ورکړې بهیر یې نن په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت لخوا پیل شو. دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دوي هڅه کوي چې د افغان حاجیانو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي. موږ هڅه وکړه چې ددغې پروسې د پیل په اړه نور... Читать дальше...

له کابله ستون شوی د برېتانيا د اپوزېسيون مرستيال: د افغانستان وضعيت لا پسې خراب شوی

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د اوسني حکومت د اپوزېسیون کارګر ګوند مرستیال ډېوېډ لامي چې تازه له افغانستانه ستون شوی وايي، هغه څه چې یې په افغانستان کې لیدلي، د ډېر بد وضعیت ښکارندوی دی. ښاغلی لامی په افغانستان کې د بشري بحران د پراخوالي وضعیت د څارنې لپاره افغانستان ته راغلی و. يوه مېرمن چې نه غواړي نوم یې د ټولنیزو حساسیتونو له امله په راپور کې خپور شي، خو په کابل کې له خپل کوچني زوی سره د خلکو بوټونه رنګوي. نوموړې په ژړا او سلګیو د خپل ستړي ژوند، بې‌وزلۍ او لوږي کیسه کوي او وايي: "دوه زره کرایه ورکوم. د څو میاشتو د کور کرایه مې هم پاتې ده. Читать дальше...



د اوکراين په ختيځ کې د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په سیورو-دونیڅک ښار کې د سختو جګړو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي، هلته چې اوکراين ځواکونه يې يو پر درېيمه برخه کنټرول لري. دا په داسې حال کې ده، چې روسیه په دې جګړه کې له پام وړ ځواک او تجهیزاتو کار اخلي. د اوکراین چارواکو یو وار بیا په فوري ډول له لویدیځ څخه د پرمختللو وسلو غوښتنه وکړه، چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د سختو راکټي بریدونو په وړاندې د مقابلې لپاره ورڅخه کار واخلي.

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو پنجشېر کې بې‌ګناه ملکيان بنديان کړي، طالبان يې ردوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي چې د طالبانو ځواکونو په پنجشېر ولایت کې ځینې ملکیان په دې تور په غیرقانوني ډول ځورولي او بندیان کړي چې د دوی د یوې مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې سره اړیکې لري. د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ویلي چې طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې د جګړې په غبرګون د خلکو په وهل ټکولو لاس پورې کړی. ګاسمن اندېښنه ښودلې طالبان په خپلو لیکو کې د جدي سرغړونو عاملینو ته د سزا نه ورکولو له کبله ډېر ملکي وګړي له خطر سره مخامخوي. ... Читать дальше...

د ايران لخوا پر اټومي انرژۍ د نړيوالو د څار کمولو په اړه غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

فرانسې، بریتانیا او جرمني پرون (پنجشنبې) په یوه ګډه اعلامیه کې د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د کمرو او نورو وسایلو د لېرې کولو په اړه د ایران اقدامات وغندل. دغو درو هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ایران وروستي اقدامات له لوېدیځ سره د ۲۰۱۵ د اتومي موافقې د احیا کولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت اراده له شک سره مخامخوي. د اروپا دغو درو هېوادونو یا تروییکا همدا راز خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات به نه یوازې وضعیت سخت کړي بلکې د اتومي موافقې د احیا کېدو لپاره هلې ځلې به ناکامې کړي. وروسته... Читать дальше...

د یوناما د سیاسي چارو مشر: طالبان په ډېرو مسایلو سره وېشل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" د سیاسي چارو مشر سکاټ سمېت وايي، طالبان په ډېرو مسایلو سره وېشل شوي دي. ښاغلي سیمټ زیاتوي، ټول طالبان غواړى چې د يو حکومت په توګه پاتى شي، خو دا چې څنګه د يو حکومت په توګه مخ‌ته لاړ شي، ترمنځ يى اختلاف شته. د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمېت وايي، طالبان په ډېرو مسایلو د پرېکړې په اړه وېشلی نظر لري. ښاغلي سمیت چې د بهرنیو اړیکو شورا په یوه بحث کې یې خبرې کولې، د بېلګې په توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو پرېکړې ته... Читать дальше...

اوکراين: زاپوريژيا سيمه کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه نيول شوې

Pa.azadiradio.com 

ولودومیر زلنسکي وایي، اوکرایني ځواکونو په زاپوریژیا سیمه کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې. د اوکرایین ولسمشر ښاغلي زلنسکي بېګا ناوخته په یوه ویډیويي پیغام کې د سویل ختیځ زاپوریژیا سیمې څخه د مثبتو خبرونو یادونه وکړه او ويې ویل د اوکرایین ځواکونو د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې چې هڅه یې کوله د سیمې د بشپړې تصفیې لپاره خپل عملیات پیل کړي. زلنسکي زیاته کړه چې اوکرایني ځواکونه په تدریجي ډول د خارکیف په سیمه کې پرمختګ کوي او د هغه په خبره زموږ ځمکه آزادوي. زلنسکي همدا راز خبر ورکړ چې هغه... Читать дальше...

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو پنجشېر کې ملکيان بنديان کړي او ځورولي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان په طالبانو تور لګولی چې په پنجشېر ولایت کې یې عام خلک بندیان کړي او ځورولي یې دي. په راپور کې راغلي چې د طالبانو ځواکونو په پنجشېر کې یو شمېر ملکیان په دې تور ځورولي او بندیان کړي چې د دوی د یوې مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې سره اړیکې لري. د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن ویلي چې طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې د جګړې په غبرګون د خلکو په وهل ټکولو لاس پورې کړی. ګاسمن اندېښنه ښودلې طالبان په خپلو لیکو کې د جدي سرغړونو عاملینو ته... Читать дальше...

روغتياپالان: د نشه يي موادو کمښت له امله جوزجان کې د نشه يي درملو کارول ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان ولایت کې روغتيايي چارواکي وايي چې په ځوانانو کې د پريګبلين په نوم نشه يي کپسولو استعمال ډېر شوی دی. د دې ولايت د نشه يي موادو روغتيايي مرکزونو چارواکي وايي، دا چې په دې وروستيو وختونو کې نباتي نشه يي مواد اسانه نه پيدا کېږي، په ځوانانو کې د پريګبلينو نشه ډېره شوې او ځينې زلموټي او ځوانان په اخته شوي دي. دلته د جوزجان ولایت مرکز د شبرغان ښار په يوه ښوونځي کې لسګونه زده کوونکي د دې لپاره راټول شوي چې د نشه يي موادو پرېښودلو مرکزونو کارکوونکي د نشه يي موادو، په تېره بیا نشه يي درملو د زيانونو په اړه معلومات ورکړي. Читать дальше...

طالبان: تېره يوه مياشت کې مو د نشه يي موادو نږدې ۴۰۰ قاچاق کوونکي نيولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تېره يوه میاشت کې يې په افغانستان کې د نشه يي موادو نژدې څلور سوه قاچاق کوونکي نيولي دي. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې، له نيول شويو قاچاق کوونکو سره تر پنځه زره کيلوګرامه ډېر بېلابېل نشه يي مواد نيول شوي، خو دا چارواکي د نيول شويو قاچاق کوونکو د برخه ليک او عدلي او قضايي مرکز له خوا د دې خلکو د جرمي دوسيو د پړاوونو په اړه څه نه وايي. د طالبانو د حکومت د ادعا پر بنسټ، د تېرې يوې میاشتې په بهير کې تر دوه زره ډېر مشکوک خلک نيول شوي چې په دوی کې (۳۹۰) يې د نشه يي موادو په قاچاقو تورن شوي دي.

کرېکټ بورډ: افغانستان به زمبابوې سره د لوبو په مټ نړيوال جام ته لاړ شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ هیله لري چې افغانستان به له زمبابوې سره د لوبو د روانې لړۍ او را روانو لوبو په مټ را روان جام ته په مستقیم ډول ولاړ شي. افغانستان له زمبابوې سره دریمه پنځوس اووریزه لوبه هم پرون په ۴ ویکټو په داسې حال کې وګټله چې ۷۴ بالونه یې پاتې و، او درې پرله پسې بریاوې یې خپلې کړې. د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بېګا له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له زمبابوې سره د لوبو د روانې لړۍ په اړه وویل: "له همدې سیالیو لوبډلې کولای شي نېغ په نېغه نړیوال جام ته لاره پیدا کړي. له نېکه مرغه افغانستان... Читать дальше...

Новости России
Москва

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»


ايران: د ښوونکو ټولنې د لاريونونو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د ښوونکو اتحادیې پر واټونو د نویو مظاهرو لپاره غږ کړی. ایراني ښوونکي د معاشونو لوړېدل او په تېرو مظاهرو کې د نیول شویو ښوونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي. د ایران د ښوونکو د اتحادیې د سمون شورا پرون په یوه بیان کې وویل، چې د ټول ایران ښوونکي به د جون په اولسمه مظاهرې وکړي. د مې په لومړۍ نېټه په بېلابېلو ښارونو کې د ښوونکو د تېر ځل مظاهرو پر مهال چارواکو څلور تنه ښوونکي ونیول.

اوکراين کې روس پلوه بېلتونپالو دوه برېتانوي وګړو ته د مرګ سزا اورولې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په ختیځه دونېڅک سیمه کې روس پلوي بېلتونپال وايي، د دوی له خوا جوړې شوې سترې محکمې دوو برتانوي وګړو او یوه مراکشي ته د اجیر عسکر او د اوکرایني ځواکونو په څنګ کې د پوځي دندې د ترسره کولو له وجې د مرګ سزا اورولې ده. د دې بیلتونپالو مشران چې تر خپلې ولکې لاندې سیمه د دونېڅک د خلکو د جمهوریت په نوم یادوي پرون وویل د برتانیا وګړي آیدن اسلین او شوان پینیر او مراکشی محصل ساودون براهیم له دوه ورځنۍ محاکمې وروسته پرون په مرګ محکوم شول. دواړه برتانویان چې په ماریوپول ښار کې یې د اوکراین په یو... Читать дальше...

سعودي له افغانستان سره دېرش ميليونه ډالره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان وايي، د افغانستان د بشري مرستو د بنسټ د پیاوړي کولو لپاره دېرش میلیون ډالره مرسته کوي. دا بنسټ د اسلامي ودې ټولنې تر چتر لاندې او د اسلامي همکاریو له سازمان سره په همغږۍ کې فعالیت کوي. د ریاض ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې سعودي عربستان له افغانستان سره د مرستو د دوام د ژمنې په اساس دا مرسته کوي. سعودي چارواکو ویلي چې دا پیسې به د بشري مرستو د برابرولو، روغتیا، معارف، اوبو او د غذايي امنیت د کچې د لوړولو پر چارو ولګول شي. دا مرسته داسې مهال کېږي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا... Читать дальше...

د کانونو او پټروليم وزارت د ټاپي پروژې د چارو د ژر پيل خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د رغونې کار به یوازې د دوو چارو له بشپړېدو وروسته پیل شي چې یوه د نل لیکې د رغونې په لاره کې د پرتو ځمکو استملاک او بله یې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ماشینرۍ د واردولو د مالیې معافول دي. د کانونو او پترولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان بېګا ازادۍ راډیو ته د دې پروژې د پاتې چارو په اړه وویل: "اوس پروژه دې حده ته رارسېدلې ده چې په دې دوو اړخونو کې؛ یو د اراضیو د استملاک او دوهم د مالیاتو د معافیت په برخه کې چې... Читать дальше...

واشنګټن ایګزمینر: د بايډن حکومت افغانانو ته د ويزو ورکولو برخه کې ژمنه نه ده پوره کړې

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له لوري د جامو د یوه ماډل او د هغه د درېیو همکارانو د نیولو په اړه لیکنه خپره کړې ده.  ورځپاڼه وايي، چې طالبانو اجمل حقیقي او د هغه ملګري اسلام او قرآن ته د سپکاوي په تور نیولي دي. اجمل حقیقي د ماډلینګ یا د جامو د فېشن د نندارې او د یوټیوب د کلیپونو په خاطر مشهوره شوی خو په هغه ویډيو کې چې د طالبانو استخباراتو پر ټویټر خپره کړې، حقیقي او دوه ملګري یې په داسې حال کې لیدل کېږي چې ولچک یې لاسونو ته لوېدلي او د کاغذ له مخې، ځان ګناهګار ښيي. دی همداراز... Читать дальше...

ایران پر خپلو اټومي تاسیساتو د نړیوالې څارنې وړتیا راکمه کړې ده

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA مشر پرون د ایران په اټومي تاسیساتو کې د يو شمېر څارونکو کمرو لیرې کېدو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دا اقدام د ایران پر اټومي پروګرام د نړیوالو څارنه محدودوي. د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رییس رافایل ګراسي پرون په ویانا کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دا اقدام په ایران کې د دې ادارې د کار پر وړاندې لویه ننګونه رامنځ ته کوي. د راپورونو له مخې ایران له خپلو بېلابېلو اټومي تاسیساتو څخه ۲۷ څارونکې کمرې لیرې کړې دي. ښاغلي رافایل وویل که چېرته تر را... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Россиянин Сафиуллин потерял четыре места в рейтинге ATP






Шойгу: НАТО угрожает военной безопасности России, приближаясь к границам

«Спартак» лидирует по очкам с командами из первой половины РПЛ

Яркие события мая: куда сходить в Москве в праздники

Движемся вверх? Лифтовая отрасль преодолела спад и набирает обороты