Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 11.06.2022

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا له سرپلټونکي سره اختصاصي مرکه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکې ادارې مشر، جان سوپکو، له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د هغو پیسو په باب اندېښنه وښوده، چې ملګرو ملتونو افغانستان ته لېږدولي. هغه په دې مرکه کې د امریکا د دوو ولسمشرانو پرېکړه، د افغانستان د نظام او امنیتي ځواکونو د دړې وړې کېدو اصلي عوامل وبلل. مصطفی صدیقي ورسره دغه مرکه کړې، دلته یې وګورئ

د کراچۍ استوګن: ګرمي اوګراني زياته خو بجلي لږ ده

Mashaalradio.com 

د کراچۍ ښار اوسېدونکي وايي سختې ګرمۍ، ګرانۍ او د بجلۍ لوډشېډنګ يې د ژوند هره برخه اغېزمنه کړې ده. بلخوا بجلۍ ورکوونکې اداره وايي چې بجلي کمه پيدا کېږي نو ځکه لوډشېډنګ کوي. په دې اړه اسرار عالم مومند د اې اېف خبري اژانس له ويډيو دا راپور جوړ کړی دی.

فراه کې د کوکنارو او بنګو د له‌منځه وړلو کمپاين پيل شوی

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت سیمه يیز چارواکي په دغه ولایت کې د بنګو او کوکنارو د له‌منځه وړلو په هدف کمپاین پیل کړی. په دې ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، ۳۰ جریبه هغه ځمکه یې له‌منځه وړې چې بنګ پرې کرل شوي و او دغه لړۍ به دوام ولري.  د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ  بزګران وايي، له هغې وړاندې چې د طالبانو مشر د کوکنارو د کښت د منع کولو په اړه فرمان ورکړي په خپلو ځمکو کې یې د بنګ تخم شیندلی و. دوی وايي: "موږ د امیر المومنین له فرمان وړاندې په ځمکو کې تخم شیندلی و، زموږ نیت دا و چې کله ارامي راغله... Читать дальше...

برېتانيا يو شمېر پناه غوښتونکي روانډا ته لېږي

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا د سترې محکمې یوه قاضي پرون (جمعه) افریقايي هېواد روانډا ته د یو شمېر پناه غوښتونکو د لېږلو وړاندیز قانوني او د اجرا وړ وباله. د ېریتانیا حکومت ویلي چې له دې ایسته یو شمېر مجرد پناه غوښتونکي له برېتانیا څخه روانډا ته لېږي او تر څو چې یې قضیې څېړل کېږي همالته به و اوسي. دا پرېکړه د کډوالو د لویې کمېشنرۍ او د بشري حقونو د څو موسسو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې وه.

ايران او وينزويلا د شلو کلنو د همکارۍ يو سند لاسليک کړ

Pa.azadiradio.com 

په بېلابېلو برخو کې ايران او وينزويلا د شلو کلنو همکارۍ لپاره يو سند لاسليک کړ. په دې سند کې د تېلو، سیاحت، پیتروکیمي او کلتوري چارو په برخو کې همکارۍ شاملېږي. د سند د لاسلیک په مهال د ایران او وینزویلا ولسمشران حاضر و.

د اروپايي کمېسيون مشره د اوکراين پلازمېنې ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمېسیون ريیسه اورزلا فن دیرلین د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېده. دې نن په یوه ټویټ کې ولیکل، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره به د اوکراین د بیا رغونې او په اروپايي اتحادیه کې د دغه هېواد د غړیتوب په اړه خبرې وکړي. پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته دا اوکراین ته د اغلې فن دیرلین دوهم سفر دی.

کابل: يوه موټر کې د اور لګېدنې له امله څلور کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکي مني چې د دغه ښار په ختیځ احمد شاه بابا مېنه کې په يو لیني موټر کې څلور کسان مړه شوي دي. د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ازادي راډیو ته وویل چې د ارزان قیمت (احمد شاه بابا مېنه) سیمې اړوند یوه مارسیډیس ډوله موټر کې د لګېدلي اور له امله څلور کسان مړه شوي او او دوه نور ژوبل دي. که څه هم ښاغلي ځدران دا ونه ویل چې دا عام خلک دي که نه، خو وایي چې دا لومړني معلومات دي. نوموړی وایي سیمې ته د دوی څېړنیو ټیم رسېدلی او وروسته به معلومه شي دا اور له څه امله دی. Читать дальше...

نړيوالو بنسټونو يو ځل بيا د افغان خبريالانو د وضعيت په اړه اندېښنې ښودلي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د ملاتړ ځینې نړیوال بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې دي. د انګليستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې او د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه تازه خپور کړي بیان کې په افغانستان کې له ژورنالستانو سره د طالبانو د ناسم چلند غندنه کړې او له دوی یې غوښتي چې د خبریالانو پر وړاندې دې بریدونه او تاوتریخوالی کم کړي. په انګلیستان کې د خبریالانو ملي اتحادیه چې د خبریالانو نړیوال فدراسیون غړې ده، په یوه تازه بیان کې چې د جون په لسمه یې خپور کړی، اندېښنه ښودلې چې طالبان... Читать дальше...



سویلي افریقا تېره ورځ هندوستان ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د انډیا نیوز د راپور له مخې، هندوستان له سویلي افریقا سره د شل اوریزو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ټولو وېکټو په سوزېدو سره په شل اورونو کې ۲۱۱ دمنډو هدف وټاکه. سویلي افریقا یاد هدف د ۷ ویکټو په لرو سره په ۱۹ اور کې پوره او لومړۍ لوبه یې له هندوستان نه وګټله. دغه سیالۍ د نړېوال جام لپاره د سوپر لیګ لوبې دي چې د کرېکټ نړېوالې شورا د مهالوېش له مخې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له سيالې هندي لوبډلې سره ډګر ته ښکته کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدارسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې یاده سیالۍ د افغانستان په وخت ۷:۳۰ ماښام پیلیږي. د فدارسیون په وینا، ملي لوبډله د یادې سیالۍ لپاره پوره چمتوالی لري او کېدونکې لوبه به د هندوستان په کلکتې ښار کې وي. افغانستان له دې وړاندې له هانکانګ سره لوبه وکړه چې ۱-۲ یې ماتې وخوړه. یادې سیالۍ روانه میاشت په هند کې پیل شوي او موخه د ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونو جام ته لاره پیدا کول دي.

ملاله: داسې نړۍ کې ژوند نشو کولای چې نجونې پکې له زده کړو بې برخې وي

Mashaalradio.com 

ملالې پرون (د جون پر لسمه)  په سویډن کې د چاپیریال ساتنې په هدف د کمپاین په یوه غونډه کې رویټرز خبري اژانس ته وویل، د طالبانو مشران د نجونو د تعلیم د مخنیوي لپاره هره ورځ یوه نوې پلمه وړاندې کوي.

ډاکټر نبيل وايي خواري او زيار هيڅکله نه ضایع کېږي

Mashaalradio.com 

د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "د مشال مرکه" کې د بلوچستان يونيورسټي اف انفارمېشن ټېکنالوجي، اينجينېرينګ اېنډ مېنېجمېنټ ساينسيز (بيوټمز) اسسټېنټ پروفېسر ډاکټر نبیل الحق مېمله دی. ډاکټر نبیل له کوټې سره تعلق لري او له فرانس څخه يې په اقتصادياتو کې لوړې زده کړې يا پي اېچ ډي کړې ده. نوموړی وايي، د بلوچستان ليرې پرتې او قبايلي ضلعو کې ځوانان ډېر باصلاحيته دي او د زيار بديل نشته. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.

په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه د تخنیکي زده‌کړو په ادارو بدل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه د ښځو لپاره د تخنیکي زده‌کړو په ادارو بدل شوي دي. د فراه د ښځو چارو ریاست وايي، د طالبانو له حکومت داسې یو مکتوب ور رسېدلی چې په کې لیکل شوي، دا ریاست د ښځو لپاره د تخنیکي زده‌کړو په مرکز بدل شوی دی. د دې ولایت د ښځو چارو ریاست مخکنۍ سرپرسته مرضیه نورزۍ وايي، طالبانو د ۱۴۰۱ کال له لومړیو دا موضوع تصویب کړې ده. اغلې نورزۍ زیاتوي، د طالبانو حکومت په دې ولایت کې د ښځو د تخنیکي زده‌کړو د ادارې لپاره د یوه کال بودجه هم ور استولې ده. هغه د خپل کار ځای او څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

پوتين: امریکا او متحدین يې بايد د افغانستان د بيارغونې مسووليت پر غاړه واخلي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین په ویجاړولو تورنه دی،  ولسمشر یې ولادیمیر پوتین وايي، امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې کرملین ته د ترکمنستان د منتخب ولسمشر بردي محمدوف د لومړي سفر کوربه و. نوموړي د افغانستان له شمال لوېديځ ګاونډي هېواد ولسمشر سره په کتنه کې پر امريکا او متحدينو چې په افغانستان کې يې حضور درلود، غږ وکړ چې د دغه هېواد د بيارغونې مسووليت پر غاړه واخلي. ولادیمیر پوتین وویل: "موږ په کلکه باور لرو چې... Читать дальше...

سعودي ته د حاجیانو د ورتلو لړۍ پیل شوې

Mashaalradio.com 

د پاکستان د مذهبي چارو وزارت وايي چې په سعودي عرب کې یې د خپلو حاجیانو لپاره انتظامات سر ته رسولي دي. وزارت پرون (د جون پر ۱۰مه) پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې له پاکستانه حج ته تلونکيو ټولو کسانو باید د کورونا واکسین کړی وي. بلخوا د پاکستان سرکاري راډیو هم تېره ورځ خبر خپور کړی چې پرون څه نا څه اووه نیم زره پاکستاني حاجیان مدینې ته رسېدلي او د جمعې لمونځ یې ادا کړی. په مدینه کې د پاکستان هاوس تر مخه دا حاجیان به هلته اته ورځې تېروي او له هغه وروسته به مکې ته ځي. تر دې وړاندې، سعودي عرب اعلان کړی... Читать дальше...

فعالان: د افغان ښځو د وژنو راپورونو خپرېدو وروسته اندېښنې زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بيا واکمنېدو تر ۹ میاشتو ډېره موده کېږي، چې په کې د ډېرو مېرمنو د وژنو راپورونه خپاره شوي خو تر اوسه هېڅ  کوم کورني یا بهرني بنسټ د دې پېښو کره ارقام نه دي وړاندې کړي. د بشر حقونو فعالان او مدني فعالان وایي، که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د نجونو او مېرمنو د وژنو راپورونه ورکړل شوي دي خو د بشر حقونو د خپلواکو ادارو نشتوالي په دې هېواد کې د دې پېښو د شمېرو راټولول او څارل سخت کړي دي. دا فعالان وایي، د مېرمنو د دې ډول وژنو د راپورونو له خپرېدو وروسته د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دي. Читать дальше...

کراچۍ: د تری تم کړل شویو بلوڅو زده کوونکو د راخوشې کولو لپاره احتجاجي کېمپ لګېدلی

Mashaalradio.com 

د کراچۍ پوهنتون بلوڅ زده کوونکي تور پورې کوي چې په دې وروستیو کې په ساده جامو کې پولیسو د دوی دوه ملګري دودا الهي او ګمشاد بلوڅ له ځان سره بېولي دي او لا یې هم څه درک نه دی معلوم.

Новости России
Москва

Тема дня: На «Госуслугах» можно будет получить статус многодетной семьи с 2025 года


عبدالله: په ارامۍ، عدالت او ښه فضا کې د افغانانو د ژوند کولو هیله لرم

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن بېرته افغانستان ته ستون شو. عبدالله عبدالله چې له افغانستانه یې د وتو په اړه ضد و نقیض راپورونه شته، نن بېرته کابل ته ستون شو. عبدالله د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره له افغانستانه وتلی و او خوښ دی چې بېرته خپله وطن ته راستنېږي. هغه وویل: "بېرته خپل وطن افغانستان ته راستون شوم. زما هیله همدا ده چې ټول افغانان په ارامۍ، د عدالت تر سېورې لاندې او ښه فضا کې په خپل وطن کې ژوند وکړي. دا... Читать дальше...

د سوات الوچې پخې شوې دي

Mashaalradio.com 

ګڼ کارکوونکي هر سهار د سوات د الوچو باغونو ته ورځي، پخې الوچې شوکوي، په کرېټونو کې یې بندوي او بیا یې منډيي ته وړي. د زرعي چارو پوهان وايي، په سوات کې یوشمېر قسمه الوچې پیدا کېږي چې ښه خوند لري. خو باغوانان واي، د باغونو لګښت زیات او ګټه یې کمه ده. ویډیويي رپورټ.

عبدالله عبدالله بېرته افغانستان ته ستون شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله افغانستان ته له درې څلویښت ورځني سفر وروسته، ستون شو. عبدالله چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته څو میاشتې په کابل کې و د غویي په میاشت کې له افغانستانه ووت. ده په خپل فیسبوک پاڼه کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو خبر ورکړی او عکسونه یې خپاره کړي، چې په هوایي ډګر کې د مشرانو جرګې د پخواني مشر فضل هادي مسلمیار په ګډون يې يو شمېر کسان هرکلی کوي. طالبان وايي، چې د دوی په غوښتنه د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردک په ګډون یو شمېر افغان سیاستوال په وروستیو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

امریکايي چارواکى: د بشر حقونو برخه کې د طالبانو نظر نه دى بدل شوى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی استازی جان سوپکو وایي، د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو نظر نه دی بدل شوی. سوپکو ازادي راډیو ته په دې تړاو وویل: "په ښکاره توګه د طالبانو لید د بشري حقونو، ښځو او حتی د رسنیو د ازادۍ په برخه کې چې په افغانستان کې یې موږ سخت ملاتړ کړی، نه دی بدل شوی." طالبانو تر اوسه د سوپکو د دې خبرو په اړه څه نه دې ویلي، خو تر دې مخکې یې د دا ډول سرغړونو تورونه رد کړي دي. طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منحل کړی دی، له شپږم ټولګي پورته یې د... Читать дальше...

په کراچۍ کې يو شمېر بلوڅ محصلینو او د هغوى کورنيو پرلت وهلى

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمېر بلوڅ محصلینو او د هغوی د کورنیو غړیو د پریس کلب مخې ته پرلت وهلی. بلوڅ اعتراض کوونکي وايي، چې یو شمېر محصلین په وروستیو کې په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې تري تم شوي دي. دوی امنیتي ادارې په دې چاره تورنوي، خو هغوی دا تورونه ردوي. د پاکستان حکومت په دوه زره یولسم کال کې د ورکو شویو بلوڅانو لپاره یو کمېسیون جوړ کړ چې سږکال یې د څه باندې شپږ زره دوسیو د هواري خبر ورکړ.

اقتصادي کړکېچ؛ ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي. په افغانستان کې د بې‌وزلۍ، فقر او لوږې په اړه د اندېښنو دوام! د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو د خوندیتوب او د بشري حقونو د پاللو لپاره میلیونونو افغانانو سره بشري مرستې وکړي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍپه خپله ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هغه ویډیو خپره کړې، چې په کې لیکل شوي، افغانان د نړۍ له تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

WTA озвучила Елене Рыбакиной условия для становления второй ракеткой мира






Проще, чем кажется: как сэкономить на пикнике

Российско-турецкий мониторинговый центр в Карабахе прекратил свою деятельность

Киркоров оштрафован на 6 тыс. рублей за неуплату другого штрафа

«Проклятье на несколько поколений»: почему нельзя желать болезни даже в шутку