طالبان: ایران او پاکستان دې د افغانانو پرمخ خپل سرحدونه پرانېزي
د طالبانو د حکومت چارواکي له ایران او پاکستان غواړي څو خپل سرحدونه دې افغان کډوالو ته پرانېزي او د هغوی کوربه توب ته دې دوام ورکړي. د کابل اوسېدونکی سید کمال وايي، له ډېرو هڅو وروسته یې هم د ایران ځمکنۍ ویزه ترلاسه نه کړه. هغه ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې ازاد کاروبار او ښه عاید درلود خو اوس اقتصادي ستونزو مجبور کړی دی چې خپل وطن پرېږدي او ایران ته لاړ شي. هغه زیاته کړه: "د ویزې اخیستلو لپاره د ایران سفارت ته ورغلم خو ځمکنۍ ویزې بیخي بندې دي، ځکه مې ونه شو کولای چې لاړ شم. Читать дальше...