اوچا: ټوله نړۍ کې څه باندې ۸۱۱ ميليون کسان کافي خواړه نهلري
دغې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان، ایتوپيا او یمن هغه هېوادونه دي چې وګړي يې تر ټولو ډېر له نیستۍ کړېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، د نړۍ په کچه د لوږې ناورین روان ۲۰۲۲ کال کې د تېر کال پرتله په بېړه د خرابېدو خواته روان دی.
دغه سازمان ویلي، په افغانستان کې دا مهال ۲۴ میلیونه کسان چې د دې هېواد له نیمایي زیات وګړي کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
