Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

طالبان د بندرونو د عصري کولو لپاره يوې بهرنۍ کمپنۍ سره تړون کوي

0
د طالبانو حکومت ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د افغانستان د بندرونو د عصري کولو په خاطر له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره تړون کوي.


دغه دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون د متحده عرب اماراتو له DP World کمپنۍ سره د افغانستان د بندرونو د عصري کولو او د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتياوو برابرولو په برخه کې د تفاهم پرېکړه وکړه.


په توېټ کې دا هم راغلي، چې اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د افغانستان رېل پټلۍ ادارې ته هم اجازه ورکړل شوه چې د حیرتان رېل پټلۍ د خدماتو پروژه نوي قرارداد داوطلبۍ ته وړاندې کړي.


د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون ویلي دي، چې د حیرتان رېل پټلۍ بشپړ مسولیت به د طالبانو له حکومت سره وي خو د خدماتو وړاندې کولو لپاره به له بل شرکت سره قرارداد کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса