جلال اباد کې د غلا په تور د يو کس د وژلو او دوو د نيولو خبر ورکړل شو
د ننګرهار چارواکي په جلال اباد ښار کې د غلو د یوې درې کسیزې ډلې د یوه غړي د وژل کېدو او دوو نورو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ازادي راډیو ته په رااستول شویو معلوماتو کې ویلي د غلو یاده درې کسیزه ډله تېره شپه ناوخته د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند روښان مېنې سیمه کې پر یوه کور د اوښتو او سرو زرو او نغدي پیسو تر غلا کولو وروسته له ځایي طالب ځواکونو سره په مقاومت واښتل چې په نتیجه کې یې یو تن ووژل شو او دوه نور په ټپي حالت کې د دوی لاسته ورغلل.
د دغو معلوماتو له مخې، ټپي شويو ۲ تنو غلو چې دمګړۍ د ننګرهار امنیې قوماندانۍ کې تر څېړنو لاندي دي، په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې بل چاته کوم زیان نه دی اوښتی.