Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

عربستان له محرم پرته حج ته د ښځو د ورتګ اجازه ورکړه؛ طالبان څه وايي؟

0
عربستان له محرم پرته حج ته د ښځو د ورتګ اجازه ورکړه؛ طالبان څه وايي؟

داسې مهال چې سعودي عربستان اعلان کړی، چې ښځې کولای شي بې له محرمه د حج لپاره ورشي، په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي، طالبان به هېڅ‌کله دوی ته بې له محرمه د سفر اجازه ورنه کړي.

د سعودي عربستان د نوې پرېکړې پر بنسټ، مسلمانې ښځې له دې وروسته کولای شي بې له شرعي محرمه د حج فریضي د ادا کولو لپاره دې هېواد ته ولاړې شي.

دا لومړی ځل دی، چې د عربستان دولت مسلمانو ښځو ته بې له محرمه د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکوي.

خو په افغانستان کې؛ ایا طالبان به اجازه ورکړي چې افغان ښځې بې له محرمه تر عربستانه د حج لپاره ولاړې شي؟

کابل مېشتې ژولیا پارسي وايي، طالبان هغو ښځو ته چې محرم ور سره نه وي، ان دولتي ادارو ته د دننه کېدو اجازه نه ورکوي، دا خو لا ډېره لېرې ده چې اجازه ورکړي له افغانستانه ووځي.

هغه زياتوي: "هغه محدودیتونه چې په افغانستان کې په ښځو لګول شوي، د اسلام په هېڅ ځای کې نه‌شته، ان په عربستان کې چې یو اسلامي هېواد دی او ټوله مسلمانه نړۍ د عبادت لپاره هلته ځي. په افغانستان کې ښځې نه‌شي کولای له یوه ولایته بل ولایت ته ولاړې شي."

د کندهار اوسېدونکې، ښوونکې شبنم د عربستان دا پرېکړه په افغانستان کې د عملي کېدو وړ نه بولي.

هغه وايي: "هغه پرېکړه چې عربستان کړې چې ښځې کولای شي له محرم پرته حج ته ورشي، خو زموږ په افغانستان کې ښځې نه‌شي کولای چې بل وطن ته له محرم پرته سفر وکړي او یا هم په کور دننه تګ راتګ وکړي."

و موغوښتل په دې اړه د طالبانو د حج او اوقافو او امر باالمعروف او نهی‌عن المنکر وزارتونو نظر هم واخلوو، خو ویاندویانو یې ځواب را نه کړ.

په ورته وخت کې د دیني مسایلو یو شمېر پوهان د دیني متونو له مخې، بې له محرمه د ښځو سفر روا بولي.

عبیره ضیايي، چې په دیني علومو کې یې دوکتورا کړې وايي: "عربستان چې دیني او شرعي علومو کې یې پرمختګ کړی، کولای شي چې اجتهاد وکړي او فتوا ورکړي چې اوسنۍ نړۍ سره تضاد کې نه‌وي، ځکه اسلامي هغه څه مني چې د خلکو لپاره ستونزمن نه‌وي."

طالبان وروسته له دې چې پر افغانستان واکمن شول، پر ښځو یې خورا سخت محدودیتونه لګولي.

اوسمهال په افغانستان ښځې بې له محرمه د اوږد سفر اجازه نه‌لري، تر خوا یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او په ډېرو دولتي ادارو کې له ښځو د کار حق اخستل شوی دی.

د دې ترڅنګ طالبانو په ښځو مخ پټول اجباري کړي او ان تفریحي پارکونو ته یې د دوی په ورتګ هم محدودیت وضع کړی.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د شمېرو له مخې، سږ کال به له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون په موخه، ۱۳زره ۵۸۲ تنه عربستان ته ولاړ شي، خو دا نه وايي چې په دې شمېر کې څومره ښځې دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Российский бизнесмен обвинил Алькараса в договорных матчах. Он направил письмо в ATP






КАЛМЫКИЯ. В Москве презентовали первый калмыцкий парфюм

Благодатный огонь из Иерусалима доставили в Воронеж 5 мая

«Июнь и июль сведут нас всех в могилу». Синоптики рассказали, к чему надо готовиться

В Москве похитили глухого парня и потребовали выкуп у его мамы за секстинг с 15-летней