Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

طالبانو د عینکو کان د ژر کيندنې په اړه هلې ځلې چټکې کړي

0
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، حکومت یې د عینکو کان د ژر تر ژره کېندنې په پار له چینایي کمپنۍ سره همغږۍ ته چمتو دی.


نوموړي دا څرګندونې پرون د چین د 'ام سي سي' کمپنۍ له مشرتابه سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړې.


په دې اړه یوه اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې د دغه لوی کان د کیندنې چارې به څه وخت پيلېږي، خو تر دې وړاندې کانونو وزارت ویلي، ۸۰ سلنه چارې مخته تللي دي.


د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان او د کانونو پخواني چارواکي بیا پر طالبانو نیوکه کوي، چې د کانونو د کیندنو په چارو کې یې بیړه د هېواد په ګټه نه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса