Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې دوهمه لوبه هم وګټله

0
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون له زیمبابوې دوهمه لوبه هم وګټله.


په پرونۍ یوه ورځنۍ لوبه کې چې د زیمبابوي د پلازمېنې په هراري سټډیوم کې ترسره شوه، د زیمبابوي ټیم افغانستان ته د ۲۲۸ منډو هدف ټاکلی و چې افغان لوبغاړو په اسانۍ دغه هدف ترلاسه کړ.


ابراهیم ځدراڼ ۱۲۰ منډې وکړې او د لوبې ترپایه ونه سوځېد.


د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، افغانستان تراوسه ښه ځلېدلی او هیله شته چې بله لوبه هم چې د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي وګټي.


هغه وویل: "تراوسه په دې سیالیو کې افغانستان ښه لوبېدلی دی، په جدول کې په دریم مقام کې ځای لري. د سترو هېوادونو څخه په دې سیالیو کې تراوسه افغانستان مخکې دی او تراوسه یې په دې سیالیو کې سترو سیالانو ته په لوی توپیر ماتې ورکړې دي. د دغو سیالیو لپاره افغان کرکټ ملي لوبغاړو پوره چمتوالی نیولی اوانشاالله په راتلونکو لوبو کې به هم افغان کرکټ ملی لوبغاړي د زیمبابوي د کرکټ ټیم پر وړاندې ښه وځلېږي."


د افغانستان ټیم له زیمبابوې لومړنۍ لوبه چې د تېرې شنبې په ورځ ترسره شوه، د ۶۰ منډو په توپیر ګټلې او د دې سیالیو لس مهم امتیازونه یې ترلاسه کړل.


دغه لوبې د نړیوال سوپرلیګ سیالیو لپاره ترسره کېږي. د دغو لوبوپه پای کې به اته مخکښ ټیمونه مستقیماً د راتلونکي کال د کرکټ نړیوال جام ته لار پیدا کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса