د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا له هانکانګ فوټبال لوبډلې سره مخامخ کېږي
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله به هڅه وکړي چې د ویتنام په تمریني کمپ کې له کړو تمرینونو او په هند کې له تیاریو څخه په استفادې افغان لوبغاړي ښه وځلیږي.
دا سیالي د افغانستان په وخت سبا څلور بجې د هند په کلکتې ښار کې ترسره کېږي.
