Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

کندهار: خاکريز ولسوالۍ کې يوه حامله مېرمن ژورې څاه ته لوېدلې

0
په سیمه کې د طالبانو مرستیال ولسوال مطیع الله نن سهار ازادي رادیو ته وویل دا پېښه بېګاه د خاکریز ولسوالۍ په اروغ کلي کې شوې.


نوموړي زیاته کړه چې د دې مېرمنې د خوندي اېستلو لپاره هڅې روانې دي.


بل خوا په کندهار کې د باران په نوم خیریه ټولنه وايي، سیمې ته بشپړ روغتیايي ټیم استول شوی دی او د ژغورني عملیات روان دي.


د دې ټولنې مرستیال ویس همکار وايي د سیمې خلکو یو ځل د ټراکټور او رسې په وسیله دا مېرمن یو څه را ایستلې وه خو هغې نور د رسۍ د نیولو توان نه درلود او بېرته ولوېدله.


د همکار په وینا له دې چې دا مېرمن حامله ده نو د را ایستلو عملیات يې په ډېر احتیاط سره پر مخ روان دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса