Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

افغانستان کې د ټاپي پروژې لومړنۍ چارې پيليږي

0
د طالبانو د کانو او پټرولېم وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې د دې وزارت سرپرست ملا شهاب الدین دلاور پرون د ټاپي پروژې له مشر محمد مراد امانوف سره کتلي.


وېبپاڼې ليکلي، د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې د هوکړه لیک په تطبیق او د نل لیکې په اوږدو کې د ځمکو د استملاک په اړه د ټاپي پروژې له مشر خبرې کړي.


د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې ویلي چې اوس په افغانستان کې امنیت شته او دوی غوښتنه کوي چې د ټاپي پروژې عملي کارونه ژر پیل شي.


که څه هم د طالبانو د کانونو وزارت په افغانستان کې د ټاپي پروژې د لومړنیو چارو د پيل کره نېټه نه ده ښودلې خو یاد وزارت د ټاپي پروژې د مشر ښاغلي مراد امانوف له قوله لیکلي دي چې خپلو مالي سرچینو ته په کتو به دوی په افغانستان کې د ټاپي پروژې لومړنۍ چارې پيل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса