Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

اوکرايني ځواکونه په سيورو-دونيڅک کې؛ د روسيې پوځيانو پر وړاندې يې مقاومت او بری

0
د اوکراین چارواکي وايي، اوکرایني ځواکونه، په سیورو-دونیڅک کې د روسیې د حملو په وړاندې په بریا مقاومت کوي.


د اوکراین د لوی درستیز دفتر وايي، اوکرایني ځواکونه په سیوردو-دونیڅک ښار کې، چې په لوهانسک سیمه کې پروت دی، د روسیې د حملو په وړاندې په بریا سره مقاومت کوي.


دغه دفتر نن چهارشنبه ویلي، روسي پوځیان د اوکراین پر ختیځ د ولکې ټینګولو په هدف د جګړې د تشدید لپاره دونباس ته د نویو منابعو د راوستلو په حال کې دي.


له څو ورځو پر صنعتي ښار سیورو-دونیڅک جګړه په یوه اساسي مبارزه بدله شوې ده.


روسي ځواکونو پر خپل عمده هدف، چې د لوهانسک سیمې چارچاپېره د ټولو سیمو نیول دي، خپل ټول ځواک متمرکز کړی دی.


روسیه غواړي دا کار د روس-پلوه بېلتونپالو په مرسته وکړي.


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پرون سې شنبه په یوه ویډیويي وینا کې وویل، د دونباس سیمې کاملاً تاریخي دفاع روانه ده.


ښاغلي زلنسکي ویلي، د سیورو-دونیڅک تر څنګ لېسېچانسک او پوپاسنا له سختو ځایونو ګڼل کېږي.




د لوهانسک والي، شرهی هېدې ویلي، پر لېسېچانسک چې د سیند بلې غاړې ته یې سیورو-دونیڅک ښار پروت دی، توغندي ویشتل شوي، خو دغه راپور خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی.


روسي ځواکونو د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ، کله چې د اوکراین له ځینو برخو په شا وتمبول شول، اوس یې خپل تمرکز پر سیورو-دونیڅک ښار راټول کړی دی.


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په خپله وینا کې ویلي،




په سیورو-دونیڅک کې له ورځو راهیسې کوڅه پر کوڅه سخته جګړه روانه ده او په ساحه کې هم وضعیت شېبه په شېبه بدلېږي.


روسیې د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه، چې په سیورو-دونیڅک کې استوګنیزې سیمې کاملاً ازادې شوې دي، خو اوکرایني ځواکونه لا هم د ښار پر صنعتي ساحه او شا و خوا استوګنیزو سیمو ولکه لري.


خو د بریتانیا دفاع وزارت نن چهارشنبه ویلي، داسې نه ښکاري چې کوم لوري دې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سیمو د نیولو لپاره کومه پام وړ لاسته راوړنه لرلې وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса