Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

زمبابوې کرکټ لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف ورکړ

0
زمبابوې کرکټ لوبډلې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف ورکړ.


د زمبابوې او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه چې اوس د زمبابوې په پلازمېنې حراري کې روانه ده، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.


زمبابوې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو سره افغان لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف کېښود چې افغان لوبډله یې باید په ۵۰ اورونو کې پوره کړي چې لوبه وګټي.


د زمبابوې لپاره تر ټولو ډېرې یعنې ۳۸ منډې سکندر رضا جوړې کړې خو نور لوبغاړي یې په کمو منډو اوټ شول.


د افغانستان لپاره راشد خان ۳، محمد نبي او فضل الحق فاروقي ۲ – ۲ لوبغاړي او عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمان او فرید ملک ۱ – ۱ لوبغاړی اوټ کړ.


د لومړۍ پاڼۍ له دمې وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۱۳۶ منډو هدف ته د رسېدو په خاطر خپله توپوهنه پيل کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса