Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

کرېکټ بورډ: افغانستان به زمبابوې سره د لوبو په مټ نړيوال جام ته لاړ شي

0
د افغانستان کرېکټ بورډ هیله لري چې افغانستان به له زمبابوې سره د لوبو د روانې لړۍ او را روانو لوبو په مټ را روان جام ته په مستقیم ډول ولاړ شي.


افغانستان له زمبابوې سره دریمه پنځوس اووریزه لوبه هم پرون په ۴ ویکټو په داسې حال کې وګټله چې ۷۴ بالونه یې پاتې و، او درې پرله پسې بریاوې یې خپلې کړې.


د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بېګا له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له زمبابوې سره د لوبو د روانې لړۍ په اړه وویل: "له همدې سیالیو لوبډلې کولای شي نېغ په نېغه نړیوال جام ته لاره پیدا کړي. له نېکه مرغه افغانستان د دې سیالیو په جدول کې ډېر ښه ځای لري او تمه ده چې له همدې سیالیو به نېغ په نېغه تر نړیوال جام ورسېږي."


افغانستان له کوربه زمبابوې سره د شل اووریزې لوبو یوه لړۍ هم په مخکې لري چې لومړۍ هغه یې د راروانې شنبې په ورځ د جون په ۱۱مه او دوه نورې یې یوه د جون په ۱۲مه او وروستۍ د جون په ۱۴مه په پام کې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса