Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

اوکراين کې روس پلوه بېلتونپالو دوه برېتانوي وګړو ته د مرګ سزا اورولې

0
د اوکراین په ختیځه دونېڅک سیمه کې روس پلوي بېلتونپال وايي، د دوی له خوا جوړې شوې سترې محکمې دوو برتانوي وګړو او یوه مراکشي ته د اجیر عسکر او د اوکرایني ځواکونو په څنګ کې د پوځي دندې د ترسره کولو له وجې د مرګ سزا اورولې ده.


د دې بیلتونپالو مشران چې تر خپلې ولکې لاندې سیمه د دونېڅک د خلکو د جمهوریت په نوم یادوي پرون وویل د برتانیا وګړي آیدن اسلین او شوان پینیر او مراکشی محصل ساودون براهیم له دوه ورځنۍ محاکمې وروسته پرون په مرګ محکوم شول.


دواړه برتانویان چې په ماریوپول ښار کې یې د اوکراین په یو پوځي قطعه کې عسکري کوله په اپریل میاشت کې د روس پلوو بیلتونپالو له خوا ونیول شول او مراکشی محصل په مارچ میاشت کې په دونېڅک سیمه کې اسیر شوی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса