Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

روغتياپالان: د نشه يي موادو کمښت له امله جوزجان کې د نشه يي درملو کارول ډېر شوي

0
روغتياپالان: د نشه يي موادو کمښت له امله جوزجان کې د نشه يي درملو کارول ډېر شوي

په جوزجان ولایت کې روغتيايي چارواکي وايي چې په ځوانانو کې د پريګبلين په نوم نشه يي کپسولو استعمال ډېر شوی دی.

د دې ولايت د نشه يي موادو روغتيايي مرکزونو چارواکي وايي، دا چې په دې وروستيو وختونو کې نباتي نشه يي مواد اسانه نه پيدا کېږي، په ځوانانو کې د پريګبلينو نشه ډېره شوې او ځينې زلموټي او ځوانان په اخته شوي دي.

دلته د جوزجان ولایت مرکز د شبرغان ښار په يوه ښوونځي کې لسګونه زده کوونکي د دې لپاره راټول شوي چې د نشه يي موادو پرېښودلو مرکزونو کارکوونکي د نشه يي موادو، په تېره بیا نشه يي درملو د زيانونو په اړه معلومات ورکړي.

 

د جوزجان ولایت د معتادینو د درملنې عمومي مرکز مسئول ډاکتر عبدالغفار خوشيوال وايي، د زلموټو او ځوانانو تر څنګ، د هغوی کورنۍ هم د دې طبي درملو په زيانونو نه پوهېږي.

نوموړی وايي: "موږ په دې وروستيو کې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې وينو چې زلموټي او ځوانان تر اندازې ډېرې پريګبلین کپسولونونه استعمالوي. تر تحول وروسته اوس نشه يي مواد هغومره ډېر نه پيدا کېږي، له همدې امله ډېری ځوانانو پريګبلینو ته مخه کړې ده چې دا پريګبلين په بازار کې په بېلابېلو ډولونو د (۵۰) ملي ګرامو، (۷۵) ملي ګرامو او (۳۰۰) ملي ګرامو په اندازه پيدا کېږي."

پریګبلین د عصبي ګډوډۍ، ژور خفګان، ځينو دردونو او ارامولو درمل دي.

ډاکټران يې داسې ناروغانو ته نه ورکوي چې عمرونه یې تر اتلسو کالو کم او (۶۴) کالو ډېر وي.

د نړیوال روغتيايي سازمان د څېړنې له مخې، پر خپل سر او اندازې زيات پريګبلينو استعمال د خولې، اوریو، شونډو او ستوني د پاړسوب، دغه ډول د ژور خفګان، جنجال، د زړه ناروغيو، خوبولي حالت، سالنډۍ او نس ناستې سبب کېږي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر محمدګل صميم وايي چې، پريګبلين نشه يي درمل دي او پرله پسې استعمال يې سړی معتادوي.

نوموړی وايي: "پريګبلين (Pregabalin) د ايپليپسي يا ميرګي ضد درمل دي او په طبابت کې هغه چا ته ورکول کېږي چې د ميرګي ناروغي ولري، د عصبي دردونو لپاره هم ورکول کېږي، په تېره بيا د شکرې هغو ناروغانو ته ورکول کېږي چې عصبي دردونه ولري. لکه نور نشه يي مواد چې د اعتياد سبب کېږي، دغسې پريګبلين هم د اعتياد سبب کېږي، که په پرله پسې ډول استعمال شي د اعتياد لامل کېږي."

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د قانون له مخې د ډاکټر له نسخې پرته د درملو خرڅول منع دي، خو بیا هم د افغانستان د سړکونو پر غاړه بېلابېل درمل خرڅېږي او کله کله درملتونونه هم د ډاکټر له نسخې پرته پر خلکو درمل خرڅوي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублёв поднимется на шестое место в рейтинге ATP после победы на «Мастерсе» в Мадриде






Лучшая в России. Новую судоверфь для электросудов строят в Москве

Ушаков: на параде Победы в Москве будут присутствовать лидеры других государств

Телеведущая Виктория Боня решила покинуть Россию и улететь в Монако

White Queen в честь своего дня рождения организовала вечер в морском стиле