Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

ایران پر خپلو اټومي تاسیساتو د نړیوالې څارنې وړتیا راکمه کړې ده

0
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA مشر پرون د ایران په اټومي تاسیساتو کې د يو شمېر څارونکو کمرو لیرې کېدو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دا اقدام د ایران پر اټومي پروګرام د نړیوالو څارنه محدودوي.


د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رییس رافایل ګراسي پرون په ویانا کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دا اقدام په ایران کې د دې ادارې د کار پر وړاندې لویه ننګونه رامنځ ته کوي.


د راپورونو له مخې ایران له خپلو بېلابېلو اټومي تاسیساتو څخه ۲۷ څارونکې کمرې لیرې کړې دي.


ښاغلي رافایل وویل که چېرته تر را روانو دریو څلورو اوونیو پورې د دې کمرو د بیا ځای پر ځای په برخه کې له تهران سره موافقه ترلاسه نه شي نو د ایران او لویو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې د احیا لپاره هڅې به وژونکې ضربه وويني.


ښاغلي ګراسي زیاته کړه چې د دې ۲۷ کمرو له لیرې کېدو وروسته به د تهران، ناتانز او اصفان په اټومي تاسیساتو کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یوازې څلوېښت کمرې پاتې شي.


ایران که څه هم د دې کمرو لیرې کېدل رسما نه دي تایید کړي خو دولتي رسنیو یې پرون د جون په ۹مه د دې کمرو د کار د بندېدو تصاویر وښودل.


له دې مخکې ښاغلي ګراسي پر ایران له دې کبله انتقاد کړی و، چې د دې هېواد په دریو اټومي تاسیساتو کې د نامعلومو ا ټومي عناصرو د موندلو په برخه کې د معلوماتو له ورکولو یې ډډه وکړه.




د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین ویلي چې ایران باید د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره مرسته وکړي او باوري تخنیکي معلومات ورسره شریک کړي.


ښاغلي بلېنکین همدا راز وویل چې له لویو قدرتونو سره د ایران د اټومي تړون په اړه مذاکرات یوازې هغه مهال نتیجه ورکولای شي چې تهران له فرعي غوښتنو ډډه وکړي.


ایران د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره په ۲۰۱۵ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې د دې هېواد اټومي پروګرام محدودېږي او په بدل کې یې پر دې هېواد د نړیوالو اقتصادي بندیزونه کمېږي.


خو د متحدو ایالتونو مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې امریکا له دې تړون څخه و ایستله او له هغه وروسته د ایران په اټومي فعالیتونو کې هم زیاتوالی راغی.


اوس مهال داسې هڅې روانې دي چې دا تړون بیا احیا شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса