Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

واشنګټن ایګزمینر: د بايډن حکومت افغانانو ته د ويزو ورکولو برخه کې ژمنه نه ده پوره کړې

0
واشنګټن پوسټ:


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له لوري د جامو د یوه ماډل او د هغه د درېیو همکارانو د نیولو په اړه لیکنه خپره کړې ده. 


ورځپاڼه وايي، چې طالبانو اجمل حقیقي او د هغه ملګري اسلام او قرآن ته د سپکاوي په تور نیولي دي.


اجمل حقیقي د ماډلینګ یا د جامو د فېشن د نندارې او د یوټیوب د کلیپونو په خاطر مشهوره شوی خو په هغه ویډيو کې چې د طالبانو استخباراتو پر ټویټر خپره کړې، حقیقي او دوه ملګري یې په داسې حال کې لیدل کېږي چې ولچک یې لاسونو ته لوېدلي او د کاغذ له مخې، ځان ګناهګار ښيي.


دی همداراز وايي، چې د خپل یوټیوب چاینل له لارې یې فحشا او موډلینګ ته کار کاوه او پخواني جمهوري نظام د دوی ننګه کوله.


د چهارشنبې په ورځ د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنېشنل له طالبانو په کلکه وغوښتل چې بې قید و شرطه حقیقي او د هغه ملګري خوشې کړي.


د بخښنې د نړیوال سازمان د اسیا د برخې د غړې سمیرا حمیدي په قول ویل شوي، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له خلکو سره زور زیاتی کړی، ځورولي او ربړولي دي.


واشنګټن پوسټ لیکي، چې طالبانو د بخښنې د نړیوال سازمان غوښتنې ته لا ځواب نه دی ویلی او دا هم څرګنده نه ده چې له حقیقي او ملګرو سره به یې څه کېږي.


د نیول شویو کسانو د کورنیو غړیو هم تراوسه څه نه دي ویلي.


په همدې منځ کې د بشري حقونو ډلو پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو نړیوال قوانین رعایت کړي او د هر وګړي د بیان ازادي بې توپیره ومني.


واشنګټن ایګزمینر:


واشنګټن ایګزمینر ورځپاڼې بیا د هغو افغانانو په اړه د امریکا د حکومت پر ژمنې لیکنه خپره کړې، چې باید ځانګړې ويزې ورکړل شي او امریکا ته ولېږدول شي خو د ورځپاڼې پر اساس د بایډن حکومت په خپله دې ژمنه کې پاتې راغلی دی.


ورځپاڼه لیکي، د مې په وروستیو کې د بایډن ادارې له محکمې څخه د ایس آی وي پروګرام د تمدید غوښتنه وکړه.


دا پروګرام د ۹ میاشتو لپاره و چې اوس دا موده په پوره کېدو ده.


د دغه پروګرام د مودې تمدید له دې کبله مهم دی چې ۷۸ زره کسان، چې دې ځانګړو وېزو یا ایس آی وي ته یې غوښتنلیکونه لېږلي، په افغانستان کې پاتې دي.


نیدرلنډ ټایمز:


د هالنډ (نیدرلنډ ټایمز) ورځپاڼې هم د افغانانو د پناه په اړه لیکنه خپره کړې، خو په دې لیکنه کې د هغو افغانانو ستونزو ته کتنه شوې چې له افغانستانه ایستل شوي دي.


په دې لیکنه کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ویل شوي، په کابل کې د هالنډ د سفارت افغان کارکوونکي چې تېر کال هالنډ ته راوستل شوي، اوس د هستوګنې کرایه په خپله ورکوي.


مخکې د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت دوی ته د هستوګنې په شمول په دغه هېواد کې د اوسېدو خرڅ ورکاوه.


د تېر کال د اګست په وروستیو کې په کابل کې د هالنډ د سفارت ۳۷ افغان کارکوونکي او د هغو د کورنیو غړي هالنډ ته ورسول شول او په (زوت کمپ) کې ځای پر ځای شول خو ۲ اوونۍ وروسته د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي هغوی ته له کمپه د وتلو لیک وسپاره.


په کابل کې د هالنډ د سفارت یوه افغان کارکوونکي، چې هلته یې ۲۰ کاله کار کړی، نیدرلنډ ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې دې کار دوی حیرانه او خواشینې کړل.


خو د هالنډ د باندنیو چارو وزارت د اصولو پر اساس، د سفارتونو هېڅ کارکوونکی د کومک په نوم د پیسو مستحق نه دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса