Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د ايران لخوا پر اټومي انرژۍ د نړيوالو د څار کمولو په اړه غبرګونونه

0
فرانسې، بریتانیا او جرمني پرون (پنجشنبې) په یوه ګډه اعلامیه کې د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د کمرو او نورو وسایلو د لېرې کولو په اړه د ایران اقدامات وغندل.


دغو درو هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ایران وروستي اقدامات له لوېدیځ سره د ۲۰۱۵ د اتومي موافقې د احیا کولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت اراده له شک سره مخامخوي.


د اروپا دغو درو هېوادونو یا تروییکا همدا راز خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات به نه یوازې وضعیت سخت کړي بلکې د اتومي موافقې د احیا کېدو لپاره هلې ځلې به ناکامې کړي.


وروسته له دې چې ایران د خپلو درو اتومي سایټونو په اړه د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پوښتنو ته په ځواب ویلو کې پاتې راغی او د اتومي انرژۍ د نړیوالې موسسې منصفه پلاوي د ایران په غندنه کې پرېکړه لیک خپور کړ، د ایران حکومت وویل چې د اتومي انرژۍ موسسې کار محدودوي.


 




د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې د اتومي انرژۍ موسسې په یوه خبرتیا کې وویل چې ایران په خپلو اتومي تاسیساتو کې قصداً د اتومي انرژۍ د نړیوالې موسسې له لوري ایښودل شوي کمرې لېرې کړې.


د اتومي انرژۍ د نړیوالې موسسې عمومي رييس رافایل ګروسي د ایران له لوري دا ډول اقدامات اتومي موافقې ته مرګونی ګوزار وباله، ویې ویل، د ایران تازه اقدامات چې داسې ښکاري د اتومي انرژۍ د منصفه پلاوي نوي پرېکړه لیک ته عکس العمل وي، د اتومي انرژۍ د څارنې د کمېدو سبب کېږي او دا د خواشینۍ وړ ده.


په همدې حال کې د ایران د اتومي پروګرام پر سر د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د امريکا د قواوو مرکزي قوماندانۍ پرون (پنجشنبې) په ورځ پر فارس خلیج د امریکا د دوو ستراتیژیکو الوتکو د الوتنې خبر ورکړ.


سیټکام پر خپله ټویټرپاڼه د دوو بي ۵۲ الوتکو عکسونه هم خپاره کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса