Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه د تخنیکي زده‌کړو په ادارو بدل شوي

0
 په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه د تخنیکي زده‌کړو په ادارو بدل شوي

په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه د ښځو لپاره د تخنیکي زده‌کړو په ادارو بدل شوي دي.

د فراه د ښځو چارو ریاست وايي، د طالبانو له حکومت داسې یو مکتوب ور رسېدلی چې په کې لیکل شوي، دا ریاست د ښځو لپاره د تخنیکي زده‌کړو په مرکز بدل شوی دی.

د دې ولایت د ښځو چارو ریاست مخکنۍ سرپرسته مرضیه نورزۍ وايي، طالبانو د ۱۴۰۱ کال له لومړیو دا موضوع تصویب کړې ده.

اغلې نورزۍ زیاتوي، د طالبانو حکومت په دې ولایت کې د ښځو د تخنیکي زده‌کړو د ادارې لپاره د یوه کال بودجه هم ور استولې ده.

هغه د خپل کار ځای او څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تر اوسه د اسلامي امارت له‌خوا زموږ ادارې ته کوم امر نه‌دی شوی، چې موږ خپل فعالیت وکړو. دفتر هم نه‌لرو. د ښځو د پیاوړتیا او اقتصادي پرمختګ لپاره له کوره فعالیت کړو. موسسو سره په اړیکه کې یوو. هغه موسسې چې کار کوي، له ښځو سره له کوره په اړیکه کې دي چې کار وکړي."

د مېرمن نورزۍ په خبره، د دې ادارې تشکیلات تر اوسه د ښځو چارو د ریاست د پخوا په شان دي، خو د دې ریاست یو شمېر نارینه کارکوونکي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته جذب شوي او یو شمېر نور یې د خپل برخلیک په اړه د طالبانو امر ته په تمه دي.

په ورته وخت کې د سرپل د ښځو چارو ریاست پخوانۍ رییسه وايي، تر اوسه یې داسې کوم مکتوب نه دی تر لاسه کړی.

خو نبیلا حبیبي ازادي راډیو ته تایید کړه، چې دا ریاست د ښځو د تخنیکي زده‌کړو په مرکز بدل شوى دى. 

هغې زیاته کړه، د دې ریاست ډېری کارکوونکې په کور ناستې دي، خو خپل معاشونه اخلي.

د مېرمن حبیبي په خبره، د دې ریاست دوه تنه نارینه کارکوونکي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته جذب شوي دي. 

ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر واخلوو، خو هغه ځواب را نه کړ.

په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونو د ښځو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه، خو طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل وروسته، دا وزارت د امر باالمعروف او نهي‌عن المنکر په وزارت بدل کړ.

د دې تر خوا طالبانو هغه ادارې چې د ښځو د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره یې کار کاوه، له‌منځه یوړې.

تازه د طالبانو رژیم د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له‌منځه یوړ چې دا پرېکړه یې په کور دننه او له هېواد د باندې له پراخ منفي غبرګون سره مخ شوه.

د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو طالبان د ښځو د حقونو په نقض تورن کړي او ترې یې غوښتي چې له نړۍ سره د ښو اړیکو د پیدا کولو لپاره باید د ښځو حقونو ته احترام وکړي.

طالبانو هم ویلي، چې په شرعي چوکاټ کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دي، خو لا یې په دې اړه پورته شویو ګامونو په کور دننه او د نړیوالو قناعت نه‌دی خپل کړی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Свентек выиграла титул WTA в Мадриде






СК попросил арестовать журналистку Кеворкову по делу об оправдании терроризма

УФАС по Подмосковью оштрафовало АО «Банк Русский Стандарт» за нарушение закона

Застрявших в Египте туристов разместили в отелях

Семья из Орехово-Зуева отправилась в тур по России на фургоне