Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

عبدالله: په ارامۍ، عدالت او ښه فضا کې د افغانانو د ژوند کولو هیله لرم

0
عبدالله: په ارامۍ، عدالت او ښه فضا کې د افغانانو د ژوند کولو هیله لرم

د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن بېرته افغانستان ته ستون شو.

عبدالله عبدالله چې له افغانستانه یې د وتو په اړه ضد و نقیض راپورونه شته، نن بېرته کابل ته ستون شو.

عبدالله د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره له افغانستانه وتلی و او خوښ دی چې بېرته خپله وطن ته راستنېږي.

هغه وویل: "بېرته خپل وطن افغانستان ته راستون شوم. زما هیله همدا ده چې ټول افغانان په ارامۍ، د عدالت تر سېورې لاندې او ښه فضا کې په خپل وطن کې ژوند وکړي. دا د اوسني سرپرست حکومت څخه د ټولو غوښتنه ده او ټول یې غواړي."

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي مصالحي عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله ۴۳ ورځې وړانډې له کابله دوبۍ او بیا له هغې ځای هند ته ولاړ.

هغه له افغانستانه د باندې د خپل سفر پر مهال له یو شمېر بهرنیو چارواکو سره هم کتلي و.

د جون په لومړۍ نېټه د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ډېوېډ مارتینو په خپله رسمي ټویټرپاڼه ولیکل، ښاغلي عبدالله سره یې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان پر وضعیت او د افغانانو پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

عبدالله عبدالله له هېواده تر وتو وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس ویسټ سره هم کتلي و.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې عبدالله عبدالله او پخوانی جمهور رییس حامد کرزي د طالبانو له‌خوا په کور کې نظر بند و او ښاغلي عبدالله ته په مشروط ډول له کابله د وتو اجازه ورکړل شوې وه.

ښاغلي عبدالله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخواني جمهور رییس حامد کرزي منلې وه چې طالبانو یې دوه ځله د سفر مخنیوی کړی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله داسې مهال کابل ته ستنېږي چې د طالبانو افغان سیاسیونو سره د تماس کمېسیون هم ویلي، د دوی په هڅو د مخکني نظام څو چارواکي افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو نیوکه پر دې ده، چې طالبانو له دې پروسې یوازې د سیاسي ګټو لپاره استفاده کړې او تر اوسه افغانستان ته ستانه شویو چارواکو ته په هېڅ برخه کې کار او مسوولیت نه‌دی سپارل شوی.

له طالبانو مو کابل ته د ښاغلي عبدالله د ستنېدو ‎په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب را نه کړ.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублёв поднимется на шестое место в рейтинге ATP после победы на «Мастерсе» в Мадриде






Тюкавин и Миранчук - в списке 11 лучших игроков 27-го тура РПЛ

Из-за репетиции Парада Победы пробки в Екатеринбурге достигли 9 баллов

В Москве прошла встреча Игоря Маковского с фондом "Энергия русского духа"

Собянин: в Москве возобновят подачу тепла из-за похолодания