Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

کابل: يوه موټر کې د اور لګېدنې له امله څلور کسان مړه شوي

0
د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکي مني چې د دغه ښار په ختیځ احمد شاه بابا مېنه کې په يو لیني موټر کې څلور کسان مړه شوي دي.


د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ازادي راډیو ته وویل چې د ارزان قیمت (احمد شاه بابا مېنه) سیمې اړوند یوه مارسیډیس ډوله موټر کې د لګېدلي اور له امله څلور کسان مړه شوي او او دوه نور ژوبل دي.


که څه هم ښاغلي ځدران دا ونه ویل چې دا عام خلک دي که نه، خو وایي چې دا لومړني معلومات دي.


نوموړی وایي سیمې ته د دوی څېړنیو ټیم رسېدلی او وروسته به معلومه شي دا اور له څه امله دی.


بلخوا له سیمې ځینو عامو خلکو ازادي راډیو ته رالېږلي لیکلي پیغام کې ویلي چې پر یاد موټر چاودنه شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса